اپریل 19, 2021

له شاهد افریدي د شاهین افریدي مننه او قدردانی !

د پاکستان ملي لوبډلې تېز بالر شاهین شاه افریدي هم د يو ټويټ له لارې له “شاهید افریدي” د دعا او نیکو هیلو له امله مننه څرګنده کړي ده.

که څه هم دا یوه اونۍ په اجتماعي شبکو او خبرې رسنیو د شاهین شاه افریدي د شاهد افریدي د لور د کوژدې تودې اوازي خپرېږي، خو پخپله شاهین شاه افریدي او شاهد افریدي یې په خپلو رسمې پاڼو د رد یا تایید په هکله څه نه و ویلي.

اوس نو “شاهد افریدي” په یوه ټویټ سره تایید کړې ده، چې د شاهين شاه افريدي کورنۍ د دوی له کورنۍ سره د خپلوۍ کولو لپاره اړېکه نیولي ده او د تېز بالر شاهین شاه د بریا لپاره خپلې نېکې هیلې څرګندې کړي دي.

شاهد افریدي ویلي، چې دواړه کورنۍ په اړیکه کې دي، قسمتونه په اسمانونو کې جوړیږي او که خدای تعالی وغواړي دا جوړه به هم یوځای شي.

هغه زیاته کړي زما دعاوې دي، چې شاهین آفریدي به په کرکټ کې او د کرکټ د نړۍ بهر د ژوند په چارو کې تل بریالى وي.

د شاهد افریدي د ټویټ په ځواب کې شاهین افریدي لیکلي:

“لالا ، ستاسو د نیکو دعاګانو څخه ډېره مننه. الله تعالی دې د هرچا لپاره آسانه کړي. تاسو د ملت ویاړ یاست.”

د یادونې وړ ده، چې د شاهین شاه آفریدي پلار ایاز خان لا مخکې ویلي ول چې د شاهد افریدي د لور د اړېکې غوښتنه یې د شاهین افریدي لپاره کړې ده، او کورنۍ یې د دې اړیکې د جوړولو په اړه هو هم ویلي.

نوموړي ویلي ؤ، چې د شاهد افریدي لور سره د کوژدې مراسم به ډیر ژر اعلان شي.