سپورټ نړیوال کرکټ

شاهد اپریدي: د پاکستانۍ لوبډلې روزونې لپاره مې پلان نه درلود

لیکنه: بهار سمسور

پاکستانی پښتون الرونډر شاهد افریدي به د دوبۍ په لس اوریزه لوبو کې د خپلې نوې لوبډلې لاهور قلندرز سره ولوبیږي،په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې نوموړي وویل:

“زه روغ او تیار یم،غواړم لس اوریز فارمټ کې ولوبېږم او خوند واخلم،ځینې وخت زه ښه نه وم، خو ځینې وخت زه پوره اماده وم چې ولوبېږم.”

5cd45265556b6.jpg
دوه اونۍ مخکې پاکستاني کریکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره د دریو بهرنیو روزونکو له منځه کورنۍ روزونکی او پخوانی لوبډلمشر مصباح الحق د لوبډلې ټاکونکی او مشر روزونکی مقرر کړ. د دې موضوع په اړه هم افریدي خبرې وکړې او د دې پوښتنې په اړه، چې تاسو ولې د دې دندې لپاره ځان نوماند نه کړ؟وویل:

“زه په خپله د دې دندې لپاره کاندید او لیوال نه وم او نه مې غوښتنه کړې ده. زه که غواړم روزونکی شم، باید د ځوانانو په روزونه کې کار وکړم،هغه لوبغاړي چې عمرونه یې کم دي اتلس او نولس کاله دي، د دوی روزنې ته لیوالتیا لرم او اینده پلان به هم زما همدا وي.”

Shahid-Afridi.jpg
د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي مصباح په اړه هم افریدي خپل نظر څرګند او وویل:

“هغه یو وړ شخص دی،موږ به انتظار وکړو او دری کاله پس به دا وارزؤ چې نوموړي لوبډله کوم ځای ته رسولې،زه هیله مند یم چې مصباح به لوبډله لوړو پوړیو ته پورته کړي.”
افریدي چې د راتلونکي لس اوریزو لوبو لپاره د لاهور قلندرز په لوبډله کې چې د نویمبر په ۱۴ به پیل شي لوبیږي،وایی،لا وخت شته زه کولی شم چې په خپله میدان ته ښکته شم ولوبېږم او له لوبو خوند واخلم.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی