شاهین آسمایي فوټبال لوبډلي ته ټاکنیزي سیالۍ پاي ته ورسېدې

راپور: صابر حمیدي
یوه اونۍ مخکي د کابل په غازي فوټبال لوبغالي کي شاهین آسمايي فوټبال لوبډلي ته د لوبغاړو غوراوي سیالۍ پېل سوي وې، چي پرون شنبه د سرې میاشتي په اتلولۍ سره پاي ته ورسېدې.
د افغانستان فوټبال فدراسیون لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کی راغلي، چي ددې سیالیو پایلوبي ته د سرې میاشتي سره امرخېل لوبډلي لاره پیداکړې وه.
د یادي خبرپاڼي په حواله، چي سرې میاشتي په یاده پایلوبه کي امرخېل ته څلور ګولونه پر صفر ماته ورکړه. د سرې میاشتي لپاره په پرونۍ پایلوبه کي دوه ګولونه امرالدین شریفي، خو عتیق الله او مصطفی افشار بیا یو ـ یو ګول وواهه.
په دې سیالیو د کابل ولایت څخه ۸ غوره لوبډلو ګډون کړی وو. یادي اته لوبډلي سره میاشت، امرخېل، اُردو، سباوون، متحد افغان، حبیبیانا، جوانان پنجشېر او اتحاد لوبډلي وې، چي په یوه اونۍ کي په دوو ګروپونو کښي ولوبېدلې.
ددې سیالیو موخه شاهین آسمایي فوټبال لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندل وه د یادو سیالیو مسئولین وایي، چي ددې لوبو څخه شاهین آسمایي لوبډلي ته ۲۱ غوره سوي لوبغاړي به ډېر ژر اعلان کړي.

شاهین آسمايي په افغان فوټبال غوره لیګ کي ګډونواله لوبډله ده.
دې ټیم ۴ ځلي د افغانستان د فوټبال غوره لیګ ګټلی.
د شاهین آسمایي تر څنګ تر دې دمه میوند اتلانو ، طوفان هریرو او سیمرغ البرز ټیم ته ټاکنیزي سیالۍ ترسره سوي.
آباسین څپې، عقابان هندوکش، موجهای آمو او د سپین غر بازان هغه لوبډلي دي چي تر دې دمه یې د لوبغاړو غوراوي سیالۍ ندي ترسره سوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي وایي، چي یادو څلورو لوبډلو ته په روانه او راتلونکې اونۍ کي د لوبغاړو ټاکنیزي لوبي پېلیږي.
 
 




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ