
خبر: بشر درویش
د وسله وال طالبانو د قطر د سیاسي دفتر د ویاند سهیل شاهین پلار مړ شوی دی.
دا خبر نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه ورکړی دی.
هغه له خلکو مننه کړې چې له امله یې ورته د غمرازۍ پيغامو لیږلي دي.
سهیل شاهین لیکلي:
«له ټولو ملګرو، دوستانو او خواخوږو څخه چې زما د والد صاحب د وفات له امله یې ماسره په شخصي توګه او په ټولنیزو رسنیو کې غمرازي اوخواخوږي ښودلې، دعاوې یې کړې، مننه کوم. الله تعالی دې دا ټول دوی ته په حسناتو کې حساب او اجر ورکړي، جزاکم الله خیرا.»
له ټولو ملګرو، دوستانو او خواخوږو څخه چې زما د والد صاحب د وفات له امله یې ماسره په شخصي توګه او په ټولنیزو رسنیو کې غمرازي اوخواخوږي ښودلې، دعاوې یې کړې، مننه کوم. الله تعالی دې دا ټول دوی ته په حسناتو کې حساب او اجر ورکړي، جزاکم الله خیرا.
— Suhail Shaheen (@suhailshaheen1) July 6, 2020
ښاغلي شاهین نه دي ویلي چې پلار د څه له امله مړ شوی او دا یې هم نه ده روښانه کړې چې چیرته مړ شوی دی.
شاهین او ورسره مذاکراتي ډله دا مهال په قطر کې دي. ویل کیږي د دا ډول طالب غړو کورنۍ هم له دوی سره په قطر یا نورو هیوادونو کې دي چې شاید نوموړي کور هم قطر کې وي او هلته یې پلار مړ شوی وي.