شاهین آسمايي فوټبال لوبډلي ته د لوبغاړو غوراوي سیالۍ پيل سوې

راپور: صبر حمیدي
وړمه ورځ د یکشنبې په ورځ د کابل په غازي فوټبال لوبغالي کي شاهین آسمايي فوټبال لوبډلي ته د لوبغاړو ټاکنیزي سیالۍ پيل سوې.
د افغانستان فوټبال فدراسیون لخوا په خبره سوې خبرپاڼه کی راغلي، چي په دې سیالیو د کابل ولایت څخه ۸ غوره لوبډلو ګډون کړی.
د یادي خبرپاڼي په حواله یادي اته لوبډلي اُردو، سباوون، متحد افغان، سره میاشت، حبیبیانا، جوانان پنجشېر، اتحاد او امرخېل لوبډلي شاملي دي.
یادي اته لوبډلي په دوو ګروپونو ویشل سوي، چي په لومړي ګروپ کي اُردو، سباوون، متحده افغان او سره میاشت دي، خو په دوهم ګروپ کي بیا حبیبیانا، جوانان پنجشېر، اتحاد او امرخېل لوبډلي دي.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي ددې سیالیو هره ورځ ماپښين دوې ـ دوې لوبي ترسره کیږي، چي موخه ئې ورڅخه شاهین آسمايي فوټبال لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندل دي.
ددې سیالیو په لومړۍ ورځ سرې میاشتي ۳ ګولونه پر ۱ اُردو ته او متحد افغان بیا ۳ ګولونه پر ۱ سباوون فوټبال لوبډلي ته ماته ورکړه.
ددې سیالیو په پاي کښي به ۲۱ لوبغاړي شاهین آسمايي فوټبال لوبډلي ته غوره سي.
شاهین آسمايي په افغان فوټبال غوره لیګ کي ګډونواله لوبډله ده.
شاهین آسمايي ۴ ځلي د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړې.
بلخوا بیا سمیرغ البرز لوبډلي ته په بلخ کي ټاکنیزي سیالۍ رواني دي، خو تیره اونۍ میوند اتلانو ته په کندهار او طوفان هرېرود ته بیا په هرات کي د لوبغاړو غوراوي سیالۍ ترسره سوې.
 

پوران: IPL کې مي ښې لوبې ونکړې؛ زه بیرته قوي راګرځم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ ملې لوبډلې او د هند په آی پي ایل سیالیو کې د پنجاب کینګز لوبډلې چپ لاستي توپوهونکي نیکولاس پوران په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې راتلونکو سیالیو ... نور ولولئ