پرون په ای اپي ايل ليګ کې د سنرازير حيدر اباد او پنجاب کينګز تر لوبې وروسته په دويمه لوبه کې چينای سوپر کينګز او کلکته نايټ رايډرز لوبډلې سره مخ سوې.
چنای لوبډلې ډېره غوره توپوهنه وکړه،د ډوپلسيس په ۹۵ او د ګايکواډ په ۶۴ منډو سره يې کلکتې ۲۲۱ منډې سترهدف وټاکی.
کلکتې د همدې هدف په تعقيب په ۳۱ منډو کې ۵ مهمې ويکټې له لاسه ورکړي وې،خو د پاورپلې په وروستي اوور کې د رسل راتګ د لوبې بڼه بدله کړه.
تر پاور پلې وروسته د کلکتې منډې ۴۵ وې،۵ ويکټي يې له لاسه ورکړي وې،په ۸۴ توپونو يې ۱۷۶ منډو ته اړتيا درلودله،رسل په ۲۱ توپونو نيمه سليزه ووهله،کارتيک ۴۰ منډي وکړې او تر دوی وروسته بيا کمينز طوفاني لوبه پيل کړه ،په ۲۳ توپونو يې نيمه سليزه ووهله او په ۶۶ منډو يې ويکټه له لاسه ورکړه.
لوبه دومره نيږدې سوه چې په ۱۸ منډو چينای وګټله .
که څه هم د ممبی په وړاندې کلکتې د ۱۵۰ منډو هدف پوره نسو کړای او ددې لوبډلې څښتن خورا خواشينی وو او د مينوالو څخه يې بخښنه غوښتې وه ،خو تېره شپه لوبډلې د لوبې تر بايللو سره سره د شاهرخ خان زړه وګټي.
شاهرخ خان پر خپل ټويټر اکاونټ رسل،کمينز او کارتيک مينشن کړي او بيا يې ددوی د غوره لوبې څخه مننه کړې.
نوموړي ليکلي چې نن شپه حيرانوونکی احساس کوم،د پاور پلې توپوهنه هيره سوه،ښه کارګردګي ،همداسي کريکټ خپل عادت وګرځوئ او موږ به بيرته راګرځو.
پر ټولنيزو رسنيو په نړيواله کچه د کريکټ مينوالو د کلکتې د توپوهنې ستاينه کړې او دوی پدې باور دې چې راتلونکي لوبې به يې تر مخکنيو خطرناکي وي.