مارچ 7, 2021

شاهرخ خان او ډپيکا د "پټان" په نامه فلم کې ګډ کار کوي

Advertisements

خبريال: مدثر دعوت
د باليووډ سېنما باچا شاهرخ خان او ډپيکا پاډوکان د پټان په نامه فلم کې کار کوي.
وروسته له هغې چې په ۲۰۱۸ز کې د شاهرخ خان د “زېرو” فلم سخت ناکام سو نو نوموړي د رسنيو سره په مرکه کې وويله چې غواړي د يوڅه عمر لپاره استراحت وکړي او ډېر وخت کورنۍ ته ورکړي.
تازه راپورونه خپاره سوي چې شاهرخ او ډپيکا به د فلم جوړوونکي سيدارت آنند په يوه نوي فلم کې يوځل بيا کار وکړي چې د يش راج د کمپنۍ له لورې به جوړ سي .
د “باليووډ هنګامه” د خبر له مخې دا فلم به د یو پښتون اتل پر ژوند جوړ سي، چې شاهرخ خان هم د همداسي لوی فلم لپاره انتظار وو.
ډپيکا پاډوکان به هم يو مهم رول ولري او پدې خاطر به ددې فلم لپاره زړه ښه کړي چې سېنما ته ددې راتګ په ۲۰۰۷ز کې د شاهرخ خان په فلم ” اوم شانتي اوم” سره سوی او بيايې په “هپي نيو يار” او “چينای ايکسپريس” فلمونو کې ورسره کار کړی چې خورا ښه تجارت يې وکړ.

سيدارت آنند د يش راج کمپنۍ سره د ډايريکټر په حيث د “بنګ بنګ” او “وار” په څېر فلمونه جوړ کړي.
سرچينې وايي چې د يش راج کمپنۍ مشر اديتيا چوپړا به په راتلونکو شپږو اونيو کې د پټان فلم ترڅنګ د سلمان خان د “ايکتا ټايګر” فلمونو د لړۍ د دريم فلم د شوټينګ د پيلېدو اعلان هم وکړي او دا هم کېدای سې چې د “دهوم ۴” فلم د شوټينګ چارې به هم د شاهرخ خان په مرکزي رول سره پيل سي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ