اپریل 17, 2021

د شاه رخ خان په اړه لس واقعیتونه

ژباړه: عرفان لمر

شاه رخ خان چې د هندي سينما مشهور او د نړۍ د غوره فلمي ستورو څخه دى، دوه زامن او يوه لور لري، دلته د شاه رخ خان په اړه لس هغه واقيعتونه ولولئ چې وړاندې به مو نه وي اوريدلي.
١ – شاه رخ خان هېڅکله فکر نه کاوه چې سينما ته به راشي. هغه غوښتل چې د هند پوځ کې دنده واخلي.
٢ – په ښځينه فلمي ستورو کې يې ممتاز او نارينه وو کې دليپ کمار د خوښې فلمي ستوري دي.
٣ – شاه رخ خان د اتلس کالو په عمر وو چې په يوه مېلمستيا کې د(ګوري) سره اشنا او دا اشنايي څو کاله پس په واده پاى ته ورسيده.
٤ – ګوري خان په لومړيو کې نه غوښتل شارخ خان فلمونو کې کار وکړي خو وروسته د پرله پسې برياوو يې ورسره مخالفت پاى ته ورساوه.
٥ – شاه رخ خان د نامزادۍ ګوتمۍ په ښي لاس کې اچوي.
٦ – شاه رخ خان کولاى شي له دمې پرته پنځلس کيلو متره منډه ووهي.
٧ – د شاه رخ خان اصليت د افغانستان سره تړاو لري، ځکه د نوموړي نيکه د افغانستان وو او د ځوانۍ پر مهال يې کابل ته سفر هم کړى دى.
٨ – شاه رخ د ښوونځي په دوران کې په هندي مضمون کې ډير تنبل وو.
٩ – شاه رخ خان د آس سوارۍ څخه وېره لري، خو د وېرې سره سره يې د فلمونو بعضو صحنو کې آس سواري کړى ده.
١٠ – د شاه رخ خان د ټولو موټرونو نمبر 555 دى او هغه پدې باور دى چې دا شميره ورپورې ښه شوې ده/ په نېک فال يې نيولې ده.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي