کونړ کې په لومړي ځل ۴ سوه ټنه شفتالو تولید شو

راپور: بشر درویش
لوموړي ځل لپاره په کونړ کې څه کم څلور سوه ټنه شفتالو تولید او باغدارانو ته میلیونونه افغانۍ سپما وشوه.
ددې ولایت چارواکو ویلي چې کونړ کې د خصوصي پانګوالو له لوري په باغدارۍ د پانګونې لیوالتیا ورځ تربلې په پراخېدو ده.
د کونړ کرنې رئیس نجیب الله وایي چې د مالټې، لیمو او نارنج ترڅنګ د کرنې ریاست په تخنیکي همکارۍ د پانګوالو له لوري په ۹۵۰ جرېبه ځمکه کې د شفتالوانو باغونه جوړ شوي، چې سږکال د ۲۷۰ جرېبه ځمکې باغونه په حاصلاتو راغلي.

باغدارانو ته عاید

نوموړی وایي:

«د شفتالوانو باغونو له درکه خلکو ته د کاري اسانتیاوو ترڅنګ باغدارانو ته ۲،۸ میلیونه افغانۍ په لاس ورغلي.»

یوتن پانګوال حاجي نظام الدین وایي خوښ دی، چې په پانګونې یې خلکو ته د کاري فرصتونو ترڅنګ په ښه کېفیت میوه بازار ته وړاندې شوه.
یاد پانګوال چې په دې ولایت کې یې په ۲۶۰ جرېبه ځمکه د شفتالو باغونه جوړ کړي، د میو د ساتنې او بسته بندۍ په برخه کې د دولت د پاملرنې غوښتنه کوي.

د کونړ د رسنیو دفتر ویلي؛ ځایي اوسیدونکي بیا د میوو د ښه کېفیت ترڅنګ د باغدارۍ سکتور وده د هېواد د ملي اقتصاد او کورني تولیداتو پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن بولي او د دې ولایت د شاړو دشتو ابادولو په برخه کې د حکومت او خصوصي سکتور په ګډو همکاریو ټینګار کوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب