شفیق الله شفق او په لوبډله کې یې اهمیت

یاران سپورټس
د کرکټ بورډ د فساد پر وړاندې مبارزې څانګې د یکشنبې پر ورځ د مې په لسمه اعلان وکړ، چې شفیق الله شفق په افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ کې د مېچ فېکسېنګ یا لوبه کې پر جوړجاړي خبرې کړې وې.
پر دې سربېره یې په بي پي ایل یا بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ کې هم د فېکسېنګ غوږ جنګولی و.
پر نوموړي نور تورونه هم شته، چې د کرکټ بورډ له د ډېسپلین کمېټې له اجازې پرته یې ځینو مېلمستیاوو کې برخه اخیستې وه او بنډارونه یې کړي وو.
البته په رسمي وختونو کې د کرکټ د تمرین او لوبو وخت وي، باید لوبغاړي نور شخصي کارونه ونه کړي او یوازې خپلو لوبو ته پاملرنه وکړي او که پاملرنه وکړي، نو بیا یې په کرکټ منفي اغېز پرېوځي.
شفیق الله د افغانستان په څلور ورځنیو یا فرسټ کلاس ټېسټ لوبو کې د ۲۰۱۴ منډو په جوړولو سره ۲۰۱۸م کې نړیوال ریکارډ جوړ کړی و او په نړیوالو لوبو کې یې یوه نیمه ستره شپږیزه وهله.
خو په دې وروستیو کې یې لوبه یو څه کمرنګه او کمزورې وه.
چې د بنګله‌دېش او ځینو نورو لوبډلو خلاف یې موږ لوبې تجربه کړې.
د افغانستان د شپږیزې سوداګریز لیګ شپږم پړاو کې هم د ننګرهار ټایګرز لوبډلې لوبډلمشر و، خو توپ وهنه یې په زړه‌پورې نه وه او لوبډله یې هم په لوبډلمشرۍ کې ناکامه شوه.
په وېکټ‌ساتنه کې نسبتاً ښه و، خو د شهزاد په شتون کې یې بیا وېکټ‌ساتنه هم کمزورې وه.
شفیق الله شفق او کرکټ یې
شفیق الله شفق د یو هیټر او وېکټ‌ساتونکي توپ وهونکي په توګه ۲۰۰۹م کې لوبډلې ته راغی، د افغانستان لپاره یې ۲۴ یو ورځنۍ او ۴۶ شل اوریزې لوبې کړي دي.
په یو ورځنیو لوبو کې یې ۴۳۰ منډې کړې او یوه لوبه کې یې ۵۶ منډې تر ټولو زیاتې دي.
یوازې دوې نیمه سلیزې لري، ۲۷ څلوریزې او ۲۴ شپږیزې یې پکې وهلې دي.
په شل اوریزو لوبو کې یې ۴۹۴ منډې کړې، یوه لوبه کې یې ۵۱ منډې زیاتې دي او یوه نیمه سلیزه لري.
۳۵ یې څلوریزې وهلي او ۳۱ یې شپږیزې جوړې کړي دي.
لومړۍ یو ورځنۍ کرکټ لوبه یې د نېدرلېنډ خلاف په ۲۰۰۹م کې کړې او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه یې پخ ۲۰۱۸م کې د ایرلېنډ پر وړاندې وکړه.
په ۲۰۱۰م کې یې لومړۍ شل اوریزه لوبه د ایرلېنډ خلاف وکړه او وروستۍ شل اوریزه لوبه یې پ ۲۰۱۹م کې د بنګله‌دېش پر وړاندې وکړه.
شفیق الله شفق یو هیټر توپ‌وهونکی و، خو یوه ستونزه یې لرله، هغه دا چې له شارټ پيچ توپ سره یې چندان علاقه نه وه او درست یې نشو لوبولای.
بله خبره د رسېدلي او ټیټو توپونو ده، چې دا توپ یې د هسکو شپږیزو لپاره پورته کاوه او له میدان څخه یې بهر غورځاوه.
خو بریالی توپ‌وهونکی هغه دی، چې هر ډول توپ ته ځان برابر کړي او د اړتیا پر مهال یې مناسب ولوبوي، خو شفق یوازې د سترو شاټونو وهلو لپاره و او داسې توپ‌وهونکی ډېری وخت ناکامېږي او ژر اوټېږي.
د شفق عمر اوسمهال ۳۰ کاله دی او که بندیز پرې شپږ کاله تطبیق شي له کرکټ څخه وځي او بالاخره ریټایر یا تقاعد کېږي.
نو د کرکټ وخت یې تباه شو.
د کرکټ بورډ هغه پوسټ چې په خپله فېسبوکپاڼه یې کړی دی، ډېری خلکو ورته زرګونه کمېنټونه او تبصرې پرېښي دي، چې ځینې یې د بېلګې په توګه رااخلو.
د کرکټ ډېری افغان مینه‌والو کرکټ بورډ باندې پړه اچوي او بدې ردې یې کرکټ بورډ ته ویلي دي.
فیصل ظریفي لیکلي، چې د کرکټ بورډ له رییس څخه پوښتنه وکړئ، چې په کرکټ کې څو ډوله اوټ شته او تشریح دې یې کړي.
خالد خان لیکلي، چې د کرکټ بورډ پرېکړه ناسمه ده.
انورالحق یرغل وایي سم کار شوی او زاړه لوبغاړي باید لرې شي او نوو لوبغاړو ته باید ځای ورکړل شي، همدارنګه ډېری هېوادوالو ضدو نقیض کمېنټونه کړي دي.
بل پلو په ختیځ کې د ورزشي خبرلانو اتحایه هم په کرکټ بورډ انتقاد کوي او وایي، چې کرکټ بورډ د مشرقي کرکټ تباه کوي او په لوی لاس د دې زون لوبغاړو ته بهانې جوړوي او په یو ډول نه یو ډول یې له لوبو محروموي.
دوی ډېریو په خپلو فېسبوکپاڼو د شفیق الله شفق په ننګه پوسټونه کړي او د کرکټ بورډ څخه یې غوښتي، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.
د دوی په وینا له دې وړاندې یې نجیب الله تره‌کی، افتاب عالم، شهزاد محمدي هم د تعصب ښکار کړي دي او له کرکټ څخه یې په چل ول منع کړي دي.
خو کرکټ بورډ وایي، چې دوی د عمل سره سمې پرېکړې کړي او انصاف څخه یې کار اخیستی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب