شفیق‌الله غفاري د ویسټ انډیز په کورني لیګ کې واخیستل شو

افغان سلو توپ‌اچونکی شفیق الله غفاري د ویسټ انډیز هیواد کاربین لیګ لپاره په بولي کې بارابادوس تریندیس لوبډلې واخیست.

دا لومړی ځل دی، چې شفیق‌الله غفاري په یوه بهرني لیګ کې اخیستل کیږي.

شفیق‌الله غفاري په دې تړاو ویلي، خوښ یم، چي د نورو افغان لوبغاړو ترڅنګ په نړیوالو لیګونو مي قدم کېښود.

شفیق‌الله غفاري لیکلي:

«خوښ شوم چې د نورو اتلانو تر څنګ مې په نړیوالو لیګونو قدم ور کېښود او ویسټ اندیز ستر تجارتي لیګ (CPL) ته واخیستل شوم، ماته او زما د کورنۍ تر څنګ ټولو افغانانو ته دی مبارک وي.»

 

 

وروستي مطالب