سپورټ کرکټ وزش او تمرین

شفق ولې پاکستان ته لاړ، ولې هلته لوبه کوي او ولې یې د پاکستان بیرغ پټ کړی؟

د کرکټ ملي لوبډلې ویکټ ساتونکی توپوهونکی شفیق الله شفق څو میاشتې وړاندې د کرکټ بورډ لخوا له شپږ کلن بندیز سره مخ شو.

د کرکټ بورډ په خبره چې هغه په کرکټ کې د فساد په اړه همغږي ښودلې وه.

هغه وخت هم د کرکټ په پرېکړه ډېری افغانانو غبرګونونه ښودلي وو او دا یې له شفق سره بې عدالتي بللې وه.

شفیق الله شفق چې په افغانستان کې د ځان لپاره د کرکټ ځای ونه موند، نو له پولې پورې خیبرپښتونخوا ته واوښت او هلته یې خپله د کرکټ مینه خړوبه کړه او لا یې دا لړۍ روانه ده.

نوموړي په پښتونخوا کې په یوه لوبډله کې لوبېدلی او په دغې لوبډله کې هغه داسې یو لباس پرتن کړی، چې په کیڼ لوري یې د پاکستان بیرغ دی.

شفق په دغه بیرغ ربرټیپ لګولی او هغه یې پټ کړی دی.

نوموړي خپل غیرت څرګند کړی او د افغان ملت عزت یې پرځای کړی دی.

شفيق الله شفق داسې څه کړي چې ټول پاکستانيان غوسه دي... | كاروان

دوه خبرې شته؛ لومړی دا چې شفق لا هم د افغانستان ملي لوبډلې سره د لوبېدو هیله لري او غواړي چې په دې ډول د هغه ځای بیرغ پټ کړي، ترڅو کرکټ بورډ بیا غبرګون ونه ښیي.

دویمه خبره دا ده، چې ښایي د خپلو مینوالو لپاره یې کړې وي، چې هسې نه مینوال ترې په دې خفه شي.

خو دا چې شفق یوې بلې لوبډلې سره لوبېږي، چې هغه خلک د پاکستان د بیرغ تر سیوري لاندې ژوند کوي؛ نو شفق هم مجبوره شوی، دغه لباس پرتن کړي.

دا لوکل یا سیمه ئیزې کلیوالې لوبې دي، چې شفق پکې لوبېږي او په داسې لوبډلو کې لباسونه تیار اخیستل کېږي.

مثلا که مونږ په یو کلیوال کرکټ ټیم کې لوبېږو، نو لوبډلمشر چې په هټۍ کې کوم لباس خوښ کړي، هغه راوړي او ټول لوبغاړي یې اچوي، چې د دوی لوبډلې هم داسې لباس خوښ کړی، چې د پاکستان بیرغ ورپورې دی.

د خلکو غبرګونونه:

د لیکوال، شاعر او ژورنالېست سعید شینواري غبرګون:

(ته به یې له لوبډلې شپږ کاله وباسې، ته به یې په فساد تورن کړې، ته به یې کرئیر تباه کړې، ته به یې تل لپاره خپلوانو او سیالانو ته کوز ګوری کړې، ته به په زور ترې ویډیو واخلې چې هو ما فساد باندې سترګې پټې کړې وې، ته به ترې تل لپاره ورسره د شوي ظلم په اړه د څه نه ویلو وعده واخلې،  خو له زړه به یې افغانستان څنګه وباسې؟

ته به یې په کرکټ بند کړې؟ مګر د هغه له فطرته به کرکټ څنګه وباسې؟ ایا د خدای ځمکه دومره کوچنۍ ده؟ چې شفق ته به د کرکټ لپاره غېږه خلاصه نه کړي؟

شاید شفق په ای پي ایل کې فساد کړی وي، مګر کوم دي هغه اسناد چې شفق پرې شپږ کاله له وطنه د تبعید عظیم عذاب باید وګالي؟؟

کوم دي هغه پاک کسان چې شفق یې د کرکټ په کتاب مجرم ثابت کړی او دوی سپینې کوترې دي؟

ایا ستاسو وجدان ونه لړزېد؟ چې شفق په پردیو میدانونو لوبه کوي، خو په سینه لګېدلی بیرغ یې چې د افغانستان نه دی نو په همدې خاطر یې په ربړ ټیپ پټ کړی دی.

هو زه خو یې وژړولم، دې داستان وژړولم چې یوې خاصې کړۍ د افغانستان د کرکټ سلګونه استعدادونه خاور‌ې ایرې کړل…)

حامد کریم لیکلي:

(باید داسې نه وای شوی، دا له شفق سره ظلم دی چې د بل هیواد بیرغ سره لوبیږي.)

سعید بابړي لیکلي:

(پر دې خفه شوم چې شفق هلته لوبیږي، غریب ته سخته ده چې هم لوبه کوي او هم پاکستان سره دښمني، لکه بیرغ یې چې ورته پټ کړی وي، خو دا هر څه له دې امله کیږي چې یا زموږ کرکټ کې فساد دی او یا هم زموږ لوبغاړي ځان فرغونیان حسابوي او قانون نه عملي کوي)

باید وویل شي چې د شف له لورې د هغه پر لباس د پاکستان بیرغ پټول په پاکستان کې هم منفي غبرګونونه راپارولي او نیوکې یې پرې کړي.

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ