د شفیق الله شفق ریکارډ د کرکټ نړیوالې شورا په یاد دی

یاران سۤپورټس
د افغانستان ویکټ ساتونکي توپ‌وهونکي په ۱۳۹۶ هجري شمسي کې چې ۲۰۱۷م  سره سمون خوري د افغانستان په فرسټ کلاس څلور ورځنیو سیالیو کې د بوست لوبډلې خلاف ستر ریکارډ جوړ کړ، چې غبرګې سلیزې یې ووهلې او او په ۸۹ توپونو یې ۲۰۰ ناسوځېدلې منډې پوره کړې.
ده دغه ریکارډ د بُست لوبډلې خلاف کابو درې کاله وړاندې جوړ کړی و، چې د اپرېل ۱۱مه او د حمل ۲۳مه نېټه وه.
د کرکټ نړیوالې شورا اوس په خپله رسمي پاڼه لیکلي چې په دې ورځ شفیق الله شفق د نړیوال ریکارډ بنسټ کېښود او ۲۰۰ ناسوځېدلې چټکې منډې یې وکړې.
شفیق الله شفق په دې لوبه د هندي ریوي شستري ریکارډ هم مات کړ، ریوي شستري د ځوانۍ پرمهال په فرسټ کلاس سیالیو کې په ۱۰۳ توپونو غبرګې سلیزې وهلې وې، خو کابو درې کاله وروسته شفیق الله شفق له ده څخه په ریکارډ کې مخکې شو او په ۸۹ توپونو یې دوه سوه ناسوځېدلې منډې وکړې او یو داسې ریکارډ یې جوړ کړ، چې تر اوسه یې په ماتولو څوک نه دي بریالي شوي.
شفیق الله شفق پر دې سربېره د نیوزیلېنډي کیڼ لاسي توپ‌وهونکي کولېن منرو ریکارډ هم مات کړ.
شفق ۲۴ شپږیزې او ۱۱ څلوریزې وهلې وې، چې له کولېن منرو څخه یې یوازې یوه شپږیزه زیاته ووهله.
په ۲۰۱۵ م کې کولېن منرو یوه لوبه کې ۲۳ شپږیزې وهلې وې.
اوس د کرکټ نړیواله شورا وایي، چې شفیق الله شفق د نړۍ په کچه یو ښه ریکارډ جوړ کړی، چې ماتول یې هم ګران او هم اسانه دي.
مطلب دا چې کرکټ کې ډېر څه شوني دي او ډېر پکې ناشوني هم دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.