Advertisements
ادبیات کلتور او هنر

شاعرانه جمود – مصطفی سالک

شاعرانه جمود کارول شوی اصلاح ده خو ښايي زه ددغه اصلاح مانا لږه څه محدوده کړم او د هغه حالت لپاره به یې وکاروم چې یو شاعر تر میاشتو او ان تر کلونو داسې احساس کوي چې ګواکې نه شي لیکلای او که هڅه کوي هغه هم بریالۍ نه وي، هغه شاعران چې د اوږدې زمانې لپاره یې شاعري کړې ده ټول په یوه ځانګړي وخت کې د یو شمیر کره کتونکو په اصطلاح د آمد د بندیدو له تجربې سره مخ شوي دي، خو سره له دومره پیژندنې بیا هم پر دې اړه پلټنه نه ده شوې چې دغه مهالیز بندیز څه دی؟ او څنګه یو شاعر په خپله ځان د امد تر بامه رسولی شي؟

موږ په ناسم ډول انګیرلې ده، چې ددغه جمود علاج نه شي او اړ یو چې وخت ته انتظار وکړو خو زما په خیال دا به شعر د انساني ذهن او تجربې له ډګره لرې کړو او یو ما بعد طبیعاتي سرچینې ته به یې وسپارواو پر دې به ځان ته د قناعت هڅه وکړو چې نن سبا شعر لیکل ناشوني دي، ځکه چې نه شم لیکلی، خو خبره داسې نه ده دا امد له اسمانه نه وي بلکې د انسان په طبیعت کې یې جرړې غځیدلي دي.
آمد!
چې شاعران دي نو د (امد) او (اورد) له اصطلاحاتو سره بلد دي او که له له دغو انتقادي اصطلاحاتو سره نه وي بلد بیا به هم له دغو دوو حالتونو سره ښه بلد وي او پیژني به یې دغه امد یو شمیر قامونو پیری ګڼلي یو شمیر نورو ورته کوډې او جادو ویلي زموږ د زمانې شاعران یې امد او الهام ګڼي پر دې اړه له روښانیانو واخله تر ننه هر شاعر شعرونه لیکلي دي چې لوړې بیلګې یې د خوشال خان په قصیدو کې لیدل کیږي ، خو زه وایم امد له اسمانه نه دی ، یوه د حقیقت دنیا ده او بله د شاعر د خیال کتل دا په کار دي چې د شاعر ذوق له دغوو دوو نړیو څخه د کومې نړۍ په ګرفت کې دی. که هغه د تصور او تخیل په جهان کې دی نو دی د امد په حالت کې دی، او که د شاعر ذهن د تصوراتو او خیالونو په رنګینه نړۍ کې پټ پټوني نه کوي او هرڅه یې د عادي انسان په څیر وي،نو بیا امد نشته او که څه لیکي نو پوهیږي چې دا اور دی امد نه دی، زه د بحث کولو لپاره دغه دوه اصطلاحات کاروم، کنه نو د بحث په ترڅ کې به څرګند شي چې چې امد او اورد د بهرنیو سرچینو په توګه منل هسې لفاظي کول او ځان تیر ایستل دی شاعر چې د تصوراتو له نړۍ سره وتړل شي جمالیاتي احساس یې ډیر فعال شي، او په ذهن کې یې د تصوراتو داسې میله جوړه شي چې هر تصور یوه ویده جذبه راويښوي، دغه مهال تصورات او خیالات ټکر کوي او نوي خیالونه ترې پیدا کیږي چې دا هر څه خاموش نه شي پاتې کیدی، او د اورشیندي غره په څیر یې اظهار کیږي دا د امد حالت دی.

لويه پوښتنه داده چې دغه راز مهالیز جمود ماتول د شاعر د وس خبره ده،کنه جبر دی؟ او د سایل صیب خبره ( جبر نازولی دی) زه خو وایم چې جبر نه دی له خیال او تصور سره اشنايي کمه شوې او که شاعر وغواړي دا اشنايي بیرته نوی کیدی شي که ته یو شاعر یې ،شعرته وخت ورکوې او بیا هم ستا تخلیقي ذوق د جمود ښکار دی ، ددغه جمود د ماتولو ډیرې لارې به وي یوه یې زه درته په ګوته کومه، د سل مخونو یوه کتابچه راواخله، او لیکل پیل کړه بویه چې لومړی ځل دی یوازې مطلع ولیکله سوچ دی وکړ خو بل بیت نه و، دا مخ واړه خپل ‌ذوق ته غوږ کیده یو سر پیدا کړه لفظونه ورته غوره کړه دا ځل ښايي دوه بیتونه ولیکې لږه شیبه وروسته دا پاڼه هم واړوه ښايي په څو ورځو کې کتابچه له نیمګړو شعرونو ډکه شي خو ورسره به ستا د شعر هغه سلسله پیل شي چې امد ورته وايي بیا د کتابچې لومړي مخ ته ستون شه له هماغه ځایه وګوره چې کوم بیتونه دې خوښ شول او غزل کول یې غواړې ډیر په اسانه غزل کیږي او هغه کار مو هم نه ظایع کیږي. که تاسو دا تجربه وکړه نو درته به ثابته شي چې څه ته امد او الهام ویل کیږي واګې یې د شاعرانو په لاسونو کې.

یوه بله لاره هم شته او هغه دا چې ددغو شعري تجربو پر مهال لږ لږ هغه هنري اثار هم ورسره لولئ چې ستاسو زړونو ته تر ټولو نزدی دي.
که تاسو یو شهکار شعر اورئ ، فلم ګورئ موسیقي اورئ یا یوه انځور ته ګورئ کړه وړه یې ستاسو ذوق ځلوي خو دا به اصل کار نه وي بنسټیز کار به شعر وي تر هغه له دغو هنرونو سره پاتې کیدل په کار دي چې ستاسو جذبات ویښ کړي چې جذبات مو ویښ شول تصورات د اظهار لپاره چمتو شول نو شاعرۍ ته مخه کړئ تاکیدآ وایم هغه اثار انتخاب کړئ چې ستاسو جذبات پاروي او په روان کې مو اور بلوي، زه خپله د ژوندانه په اوږدو کې ډیر ځله د دغه راز شاعرانه جمود ښکار شوی یم ان تر ۵ کلونو مې څه نه دي لیکلي خو بالاخره پوه شوم چې دا هرڅه بدلیدی شي ډیر کلونه کیږي چاته به مې د امد د نشوالي خبره نه وي کړي زه پوهیږم زما دا نظریه د حکیم نسخه نه ده چې هر ذوق به ټک وپتری کړي خو باور لرم چې له یو شمیر شاعرانو سره به د تخلیق په کار کې مرسته وکړي.

بله لاره یې له همفکره شاعرانو ادیبانو سره ناسته ولاړه ده چې تاسو کینئ نو ستاسو ذوقونه هم ورته ګرځي تر ډیره مو د خوښې شاعران ، کتابونه او اثار یو ګرځي د هنر پر اړه مو نظریات نزدی کیږي بیا به تاسو د یو رباب تارونه ګرځئ چې د نغمې پر مهال به ټول سر وي نو وایم چې له هم اندو شاعرانو ادیبانو سره ناسته ولاړه د الهامونو سرچینه ده.

خو کوم شاعران چې له مهالیز جمود سره مخامخ کیږي، هغوی هم یوه ګټه کوي د وخت په تیریدو سره خپل زاړه تخنیکونه او موضوعات نزدی هیروي بیا چې بیل کوي هڅه کوي چې نوي تخنیکونه وکاروي، له نویو لیدلیورو ښکلا ته ګوري خو د خپل تیر مهال پاخه تخنیکونه بیا هم ورسره وي، دا کار شاعري پراخه کوي،او د شاعر د شعرونو په باغ کې د ګلونو رنګارنګي پیدا کیږي چې د هر لوی بڼوال ځانګړتیاده ده.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل