خواړه خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

زیانونه؛ شات د مسمومیت لامل کېږي

ژباړه: عایشه حیدري

شات تل د روغتیايي خوړو په توګه کارول کېږي او ډېری خلک د تصفیه شوې بورې پرځای ترې ګټه اخلي او دا چې د انټي اکسیدېنټ غوره سرچینه ده د ځینو دردونو د درملو په توګه هم کارول کېږي، د شاتو موچۍ د شاتو لومړنۍ خام مواد یا د ګلانو شیره را ټولوي او خپلو ځالو یا د شاتو کندوانو ته یې ننباسي وروسته بیا په کندو کې ترې شات جوړوي.

شات ډېرې روغتیایي ګټې لري او کېدای شي تاسو څو څو ځلې د شاتو د ګټو په اړه لیکنې لوستلې وي، خو شات د ډېرو ګټو ترڅنګ ځینې زیانونه هم لري، په دې لیکنه کې مو وغوښتل تاسو ته د شاتو د زیانونو په هکله ګټور مالومات برابر کړو، چې وروسته د شاتو د خوړولو پر مهال ورته پام وکړئ.

1568613380_F9rB5.jpg
لومړی – د مسموميت لامل کېږي

د خامو شاتو خوړل د مسمومیت لامل کېږي، دا ځکه چې د انسان وجود د خامو شاتو په مقابل کې حساسیت لري او همدغه حساسیت د مسموميت لامل کېږي. که تاسو هم حساسیت لرئ او مخکې له دې مو خام شات خوړلي وي، نو ډېر امکان یې شته چې د خوړو مسموميت سره به مخ شوي یاست، ځکه چې په شاتو کې د شاتو د موچیو بهرني مواد لکه د مچۍ د وزرونو وړې وړې ټوټې، د موم ټوټې او داسې نور مواد شته چې همدغه وړې ټوټې د انسان په هضمي سیسټم کې اختلال رامنځته کوي.

دویم – په ماشومانو کې بوټولیسم رامنځته کوي

هغه ماشومان چې عمر یې دوه کاله یا تر دې کم وي، باید شات ونه خوري، ځکه چې شات په دغو ماشومانو کې يو ډول مېکروب او یا ناروغي پيدا کوي د بوټولیسم نامه یادېږي. بوټولیسم د ماشومانو یو ډول ناروغي چې دا ناروغي هم تر ډېره له خامو شاتو څخه پیدا کېږي او په حقیقت کې دغه ناروغي د شاتو د مچۍ یو ډول زهر دي، نو ځکه هېڅکله خپلو ماشومانو ته شات په ځانګړي ډول خام شات مه ورکوئ او د خپلو ماشومانو ژوند د شاتو د مچۍ په زهرو مه ازمویئ.

honey-hezargiah.jpg
درېیم – کېدای شي د خېټې د درد لامل شي

که چېرې له حد څخه ډېر شات وخوړل شي په خیټې کې شدید دردونه پیدا کوي، شات پرېمانه فرکټوز لري او کولای شي د وړو کولمو د خوړو د جذبولو چارې له خنډ سره مخ کړي، همدارنګه کولای شي د هضمي سیسټم باندې هم ناوړه اغېزه وکړي، چې دغه ناوړه اغېزې په لنډې مودې بېرته نه رغېږي.

څلورم – عصبي سیستم ته زیان رسوي

که څه شات طبیعي خواږه دي خو کله ناکله عصبي سیستم زیانمولای شي. خام شات د ګرانو ټوکسین په نامه یو ډول کیمیاوي ترکیب لري، دغه ماده عصبي سیستم مېکروبي کوي، ټوکسین د نړۍ په هرې برخې کې د خوړو څخه لرې کېږي، ځکه چې د عصبي سیستم نسجونو له زیانونو سره مخ کوي.

پنځم – د انافیلاکټیک شوک لامل کېږي

د خامو شاتو خوړل کېدای شي د انافیلاکټیک لامل شي، انافیلاکټیک یو ډول حساسیت دی او کله کله انسان ته داسې حساسیت رامنځته کوي چې په وجود کې د شوک په ټوګه اغېزه کوي چې دغه ډول حساسیت ته انافیلاکټیک شوک وایي، ګنګسیت، د سا لنډون، د وینې فشار، د زړه ناروغي د انافیلاکټیک حساسیت علایم دي، دغه ډول حساسیت یو عادي حساسیت نه دی او ځیني وختونه د مرګ لامل کېدای  شي.

honey-organic.jpg
شپږم – د وینې قند لوړوي

که غواړئ د بدن د قند کچې انډول وساتئ او د بدن قند تاسو ته کومه ستونزه پېښه نه کړي، نو د شاتو ورځني مصرف ته ډېر پام وکړئ. شات نه یوازې پرېمانه فرکتوز لري، بلکې پرېمانه ګلوکوز هم لري او د شاتو ډېر خوراک کولای شي ستاسو د بدن د وینې د قند کچه لوړه کړي، او ان کېدای شي د شکر ناروغۍ لامل شي.

اووم – وزن زیاتوي

که چېرې له ټاکل شوې کچې ډېر شات وخوړل شي، د وزن د زیاتوالي او چاغۍ لامل کېږي، چې د چاغوالي دغه ډول بدن ته ډېر زیان رسوي، همدارنګه د شاتو کالوري ډېره ده او کالوري هم د وزن د زیاتوالي لامل کېږي. د دې ترڅنګ په شاتو کې شته کاربوهايډرېټ د لنډې مودې لپاره د بدن انرژي ډېروي، خوا په پایله کې دغه انرژي په غوړيو بدلېږي او وزن زیاتوي.

اتم – غاښونه کمزوري کوي

د څېړونکو په وینا شات له ۷۲ سلنه خوږو یا قند (ګلوکوز او فرکټوز) څخه جوړ شوي. دا په دې مانا ده چې یوه کاشوغه شات انسان ته ۱۷ ګرامه قند ورکولای شي، هره ورځ په پرله‌پسې توګه شاتو خوړل د خولې مېکروب زیاتوي او په پایله کې د غاښونو د کمزورۍ لامل کېږي.

نهم – ښايي داخلي وینه مو وبهوي

هغه کسان چې داخلي وينه بهېدنه لري او یا هغه کسان چې داسې درمل کاروي چې د وينې د بهېدو لامل کېږي، بویه د شاتو له خوړلو څخه ډډه وکړي، که چېرې مو د شاتو خوړولو ته زړه کېږي بویه د خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ او د ډاکټر په سلامشوره شات وخورئ.

لسم – وینې فشار ټیټوي

شات د وینې د فشار د ټيټېدو لامل کېږي. د وینې د فشار دا ډول ټیټ‌والی روغتیا ته زیان رسولای شي، دا ځکه چې په شاتو کې د الیګوساکاریډونو په نامه یوه ماده چې د کاربوهايډرېټ یو ډول دی شته او دا چې شات انټي اکسیدېنټ لري کولای شي تر يوې کچې د وینې د فشار کچه ښکته راولي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ