ټولنیز ژوند روغه سټه ژوند بڼه

بربنډ چټ؛ لاملونه، زیانونه او د مخنیوي حل لارې یې دلته ولولئ

لیکنه: صادق طارق

د ټیکنالوژۍ له ودې سره د ژوند پرنیږدې هرې برخې دغې نوې اسانتیا سیوری غوړولی، تر دې چې ان ځینې خلک په خاص ډول ځوانان له دغې اسانتیا څخه ان د جنسي هوس د خړوبولو لپاره ګټه اخلي.

په دې برخه کې سیکسي چټ یوه عامه ستونزه ده. چټ یا خبرې هم په لیکلې ډول، هم د ټلیفوني خبرو په بڼه او هم په نورو بڼو ترسره کیږي.

خو ولې بربنډ یا سیکسي چټ؟

په رواني لحاظ د دغه کار لوی دلیل جنسي محرومیت او ان رواني ستونزه ګڼل شوې ده.

هغوی چې په جنسي لحاظ زیات محروم دي، یا په رواني لحاظ ځان زیات ذلیل، بې څوکه او له جنسي اړیکو محروم ګڼي، د خپل رواني او جنسي هوس د خړوبولو لپاره ان سیکسي چټ او نورو ورته ناوړه لارو ته مخ اړوي.

سیکسي چټ ته یوه کتنه

دا هغه چټ دی، چې دوه تنه پکې د خپلې جنسي ارضا لپاره سیکسي خبرو ته مخ اړوي.

یو بل ته داسې احساس ورکوي، چې ګواکې یو ځای دي، سیکس کوي او د یو بل جنسي غوښتنې پوره کوي.

د داسې چټونو په اړه څېړنو ان داسې ښودلې، چې د دغه چټ ترسره کوونکي عیناً د خپل هوس د مشبوع کولو لپاره هغه ډول حرکات ترسره کوي، لکه د جنسي اړیکې د سرته رسولو لپاره چې ترسره کیږي.

دوی په دغو خبرو( ټلیفوني، ویډیویي، لیکنیو پيغامونو او نورو کې) هڅه کوي یو بل انزال او د جنسي اړیکې د سرته رسولو حس یو بل ته ورکړي.

زیانونه یې څه دي؟

دا کار خو اول په اسلامي لحاظ یو غلط او ناوړه عمل دی، ځکه طبیعي ده چې داسې اړیکې تر ډېره نامشروع بڼه لري او د نا محرمو خلکو ترمنځ ترسره کیږي.

له ګناه ور اخوا سمدستي هم دا عمل انسانانو ته بدې پایلې لري، ځکه انسان له ټولنې او خاصتاً له خپل مخالف جنس څخه لیرې والي ته هڅوي.

د داسې اړیکې لرونکی فکر کوي، چې چا سره له فزیکي نیږدې والي پرته هم کولای شي خپل جنسي ضرورت پوره کړي.

یانې دا ډول نامشروع اړیکه انسان غیر اجتماعي توب ته بیایي او ټولنې سره یې پردی کوي.

له دې وراخوا جسم و روان ته یې زیات نور زیانونه هم لري.

ان په جنسي لحاظ دغه عمل انسان ته صدمه رسوي او راتلونکی جنسي ژوند یې زیانمنوي.

څه باید وشي؟

له داسې نامشروع او پس مانده کارونو باید کاملاً ځانونه لیرې وساتو.

که نارینه یوو یا ښځینه، باید هڅه وکړو چې خپل دا رواني مشکل، یوازیتوب او د واقعي جنسي اړیکو د نه لرلو تشه په مشروع ډول زر حل کړو.

له دې پرته که په دا ډول مشکل اخته یاست، عجله وکړئ رواني یا د جنسي اړیکو ډاکټر ته ورشئ تر څو له دغې ستونزې د خلاصي لپاره مشخصې لارښوونې او مرستې درسره وکړي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق