فبروري 27, 2021

احتیاط کوئ؛ د ورځې یو میلیون کسان په جنسي ناروغیو اخته کیږئ

د روغتیا د نړیوال سازمان یوه تازه څېړنه څرګندوي، چې د ورځې تر یو میلیون کسانو پورې په نړۍ کې پر جنسي ناروغیو اخته کیږي.
د دغې اوږدې او مفصلې څېړنې مهم جزیات یاران وېب پاڼې را ټول کړي، چې دلته به تاسې درنو لوستونکو سره شریک شي.
ولې جنسي ناروغۍ؟
څېړنه ښيي، چې په جنسي ناروغیو اخته کیدونکي دغه کسان له ۱۵ تر ۴۹ کلونو پورې عمرونه لري.
دوی په داسې جنسي ناروغیو معمولاً اخته کیږي،چې د درملنې وړ دي او جدي خطر ورڅخه نه پېښیږي.
کلامیدیایي او تریکومونیازیسي میکروبونه، سوزاک او سلفیس هغه څلور ناروغۍ دي، چې د جنسي ناروغیو یوه لویه برخه اخته کسان ورڅخه ځوریږي.
د څېړنې پایلې ښيي، چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې میلیونونه انسانان په جنسي ناروغیو اخته وو.
د دوی د ناروغیو په اړه نور جزیات په دې ډول وو:
– ۱۲۷ میلیونه کسان د کلامیډیایي میکروبونو له وجې جنسي ناروغیو سره مخ وو.
ـ ۱۵۶ میلیونه کسان د تریکومونیازیسي میکروبونو له وجې جنسي ناروغۍ لرلې.
ـ ۸۷ میلیونه کسان په سوزاک اخته وو.
– ۶.۳ میلیونه کسانو د سلفیس جنسي ناروغي لرله.
کنډوم وکاروئ!
د روغتیا نړیوال سازمان د دغې څېړنې په پایلو کې سپارښتنه کړې، چې د جنسي ناروغیو د مخنیوي لپاره د جنسي اړیکو پر وخت کنډوم کارول ضرور دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان اجرایه مشر ډاکټر پیتر سالاما ویلي: دا څېړنه په دې خاطر ګټوره ده، چې خلک له جنسي میکروبونو ورسره خبریږي او د عامه پوهاوي کچه لوړوي.
ده یو ځل بیا له ټولو خلکو غوښتي، چې د ماشوم راوړلو له جنسي اړیکو پرته په نورو ټولو کې کنډوم استعمال کړي.
د دغه نړیوال ډاکټر په خبره جنسي ناروغۍ که پر وخت یې غم ونه شي او وقایوي تدابیر ورته نه وي؛ د نورو ناروغیو سبب ګرځي.
عصبي، قلبي، د اولاد نه زیږولو، رحم خرابیدو، د مړو ماشومانو زیږول او بالآخره ایډز هغه ناروغۍ دي، چې د همدغو میکروبونو له کبله رامنځته کیږي.
لاملونه څه دي؟
څېړنه ښيي، چې په هغو کورنیو کې دا جنسي میکروبونه او ناروغۍ زیاتې پیدا کیږي چې کورنی تاوتریخوالی پکې زیات وي.
د دې ترڅنګ جنسي تېری هم یو د دغو ناروغیو له لاملونو څخه ګڼل شوی.
شمېرې ښيي چې له هرو ۲۵ کسانو څخه یو تن د جنسي میکروبونو په دغو ناروغیو اخته دی.
د ناپاکو جنسي اړیکو ترڅنګ د معقد له لارې جنسي اړیکې او له جنسي آلې سره د خولې اړیکه هم د جنسي امراضو په پيدا کیدو کې مهم رول لري.
یادې ناروغۍ د مور په نس کې ماشومانو ته هم انتقالیږي او راتلونکی یې خرابوي.
افغانستان او جنسي ناروغۍ
افغانستان ښایي د دغو ناروغیو خورا زیاتې پېښې ولري، خو ډېر خلک به یې له شرمه حال نه وایي.
د دغو ناروغیو ډولونه او نښې نښانې زیاتې دي.
دا ناروغۍ هم په ښځینه وو او هم نارینه وو کې پيدا کیږي.
نښې یې دا دي، چې د جنسي آلې شاوخوا یا یو ډول بخار راوځي، یا ښارښت کوي، یا وړې دانې وي یا بل داسې څه چې ناروغ ورسره ناراحته وي.
د دغو ناروغیو د درملنې لپاره په ډاډه زړه ښځینه ناروغانې د نسایي ولادي ډاکټرانو او نارینه هغه د جلدي او جنسي ناروغیو ډاکټرانو ته ورتلی شي.
دا ناروغۍ په اول وخت کې په اسانه معالجه کیږي، خو که ډاکټر ته په تګ کې ځنډ وشي، هم د ناروغۍ میکروب زیاتیږي او هم ناروغ ته ذهني اندیښنې پيدا کوي.
د کنډوم استعمال؛ غوره ډولونه یې کوم دي، څنګه یې وپېرو؟
په دې اړه پر دې لینک د یاران وېب پاڼې دا ګټوره معلوماتي لیکنه ولولئ:
https://yaraan.com/kandom/