ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

د جنسي کمزورۍ درمل؛ له ګولیو سره یې اشنا شئ

لیکنه: صادق طارق

جنسي ستونزې له عامو ستونزو څخه دي، چې اکثره وخت د ځینو خاصو دلایلو له مخې نارینه ورسره مخ کیږي.

دا ستونزې د حل وړ دي، طب ورته درمل لري، خو چې ورسره اشنا شئ او د اړتیا پر وخت یې وکاروئ.

زر انزالي

یوه عامه جنسي ستونزه، چې زیات وخت شکایت ترې کیږي، د جنسي اړیکې پر وخت د نارینه وو زر انزالي یا زر تشیدل دي.

زر انزالي په ساده ډول داسې هم معرفي کولای شوو: هغه ستونزه ده، چې د جنسي اړیکې د ټینګیدو په صورت کې یو نارینه زر تشیږي او اړیکه یې پای ته رسیږي.

جنسي درمل

د جنسي ناروغیو د درملنې لپاره طب پوهانو مختلفې ګولۍجوړې کړي، چې له استعمال سره یې تاسې جنسي پياوړتیا پیدا کوئ او ستونزه مو حلولای شئ.

دلته به د دغو درملو تر ټولو مشهور هغه در ته معرفي کړو، چې د اړتیا پر وخت ورڅخه ګټه واخلئ.

سروتونین

دا یو ډول ګولۍ دي، چې د جنسي اړیکې د وخت د زیاتولو لپاره استعمالیږي.

دغه ګولۍ د ګټې ترڅنګ جانبي زیانونه هم لري، چې باید خبر اوسئ.

د دې ګولیو له استعمال سره تاسې ته رواني، عصبي عوارض، د پوستکي حساسیت، د ګولیو له استعمال پرته د جنسي لېوالتیا د کمیدو او نورو ستونزو زمینه برابریږي.

ویګرا

سیلدنافیل ،چې د ویګرا په نوم مشهور دي، د جنسي درملنې له عامو او ښو ګولیو څخه ګڼل کیږي.

دا ګولۍ باید له جنسي اړیکې څخه حد اقل یو ساعت مخکې وخوړل شي.

دا ګولۍ په ورځ کې له یوې دانې زیات مه مصرفوئ.

د دغې ګولۍ کمال دا دی، چې په وجود کې مو د وینې جریان قوي کوي او ورسره د جنسي آلې مقاومت او فعالیت زیاتوي.

په ځينو خلکو دا ګولۍ هم ممکن بد ولګیږي او د پوستکي رنګ یې بدل کړي.

په دې صورت کې باید زر ډاکټر ته مراجعه وشي، چې د ستونزې د زیاتیدو مخه ونیول شي.

تادافیل (سیالیس)

دا ګولۍ هم ویګرا ته ورته دي، خو مقاومت یې له هغو ګولیو څخه زیات دی.

د دې ګولیو اصلي خاصیت د جنسي آلې زیات شخول او مقاومول دي. د دې ترڅنګ د زر نه انزاليدو لپاره هم ګټور دي.

دا ګولۍ معمولاً له جنسي اړیکې څخه نیم ساعت مخکې کارول کیږي.

د ښه مقاومت لپاره یې ښه ده، چې اوبه ورسره زیاتې وڅښل شي.

اگزوتیک پلاس مارنیز کپسول

د Marnys Exotique Plus Capsulas) کپسول مختلف ترکیبونه لري.

دغه کپسول هم د جنسي تحریک، هم د ستړیا ختمولو او جنسي مقاومت زیاتولو لپاره ښه دي.

له دغو کپسولو څخه هره ورځ استفاده کولای شئ.

دا تر نورو دواګانو زیات بې عوارضه ګڼل شوي او ډاکټران یې پر استعمال ټینګار کوي.

وگادول

د دې ګولۍ اصلي نوم ترامادول دی، خو د وګادول په نوم بازار کې شهرت لري.

دغه ګولۍ په هندوستان کې تولیدیږي او په انټرنیټ کې په نورو نومونو هم پلورل کیږي.

یادې ګولۍ له خطرناکو موادو څخه جوړیږي.

ډاکټران وایي، چې په اوږدمهاله ډول یې هیڅ مه کاروئ.

دا ګولۍ په خاص ډول د زړه ناروغانو ته زیات خطر پېښوي.

عمومي سپارښتنې:

ـ اول خو د خپلسرو ګولیو د استعمال پرځای د جنسي ناروغیو معالج ډاکټر ته لاړشئ. ستونزې مو مشخصاٍ ورته ووایئ او د هغو د درملو له مخې خپله معالجه وکړئ.

ـ که عاجله اړتیا مو وه، کیدای شي دغه ګولۍ وکاروئ، البته خپل ضرورت او دې ته په کتو سره، چې کومې ګولۍ اصلي دي.

ـ هغه کسان چې د زړه، سترګو او پوستکي ناروغۍ لري، د دغو ټولو ګولیو  سره استعمال سره دې زیات احتیاط وکړي، یا دې هیڅ نه کاروي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق