هندي پخواني لوبغاړي له کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې سره مخه ښه وکړه

د هندوستانۍ لوبډلې پخوانی پیلوونکی لوبغاړی ورېئنډر سېواګ نور له کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې سره د مشر روزونکي په توګه دنده نه کوي.
مخکې سېواګ د پنجاب لوبډلې لوبډلمشر و؛ خو په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ م کلونوکې د پنجاب لوبډلې د توپ وهنې روزونکی یا کوچ و، چې اوس یې له خپلې دندې استعفی وړاندې کړې ده.
د سېواګ پرځای اوس نیوزیلېنډي مایک هېسن د لوبډلې روزونکی ټاکل شوی دی.
سېواګ ویلي چې ما د پنجاب لوبډلې سره د لوبغاړي، لوبډلمشر او کوچ په صفت ښه وخت تېر کړ، زه د پنجاب لوبډلې د مشرانو څخه راضي یم او نورمې د کار وخت پای ته رسېدلی دی.
نوموړي دا څرګندونې د نومبر په ۳ مه نېټه کړي دي.

سېواګ په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونوکې په پنجاب لوبډله کې د لوبغاړي په صفت لوبېده، هغه د پنجاب لپاره ۲۵ لوبې کړې وې، چې پکې یې ۵۵۴ منډې کړې وې، په ۲۰۱۴ م کال کې د سېواګ د ښې توپ وهنې له امله پنجاب لوبډلې د آې پي ایل سیالیو پایلوبې ته لار موندلې وه.
سېواګ په ۲۰۱۶ م کال کې د لوبډلې روزونکی شو.
د پنجاب لوبډلې مخکښه شریکوانه د هندوستانۍ سېنمایي نړۍ وتلې او ښکلې اداکاره پرېټي زېنټا ده، چې کله، کله لوبغالي ته د خپلې لوبډلې او لوبغاړو د تشویق په خاطر راځي او لوبغاړي هڅوي.
کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې په ۲۰۱۶ کال آې پي ایل سیالیو کې اتم مقام واخېست، چې تر ټولو وروستی مقام و.
سږ کال د آې پي ایل سیالیو په لړکې پنجاب لوبډله تر کواټرفاینل سیالیوښه روانه وه، چې لوبډلمشري هندوستاني اف برېک بالر ریوي چندرن اشوېن کوله.
مخکې اسټرالیایي برېډ هاج د لوبډلې مشر روزونکی و.
دا چې سېواګ د پنجاب لوبډلې له روزنې سره مخه ښه وکړه، نو ښایي چې بلې کومې لوبډلې ورته د زیات امتیاز وړاندیز کړی وي، تر څو په بله لوبډله کې خپله دنده پیل کړي.
۲۰۱۹ کال آې پي ایل سیالۍ د مارچ په میاشت کې پېلېږي او د می په ۱۹ مه نېټه پای ته رسېږي.