سینما او موسیقي

سشمیتا سین بېا فلمي نړۍ ته راځي

د هندي سینما تجربه کاره فلم ستورې او پخوانۍ د ښکلا د سیالۍ ګټوونکې سشمیتا سین خبر ورکړی چې نوموړې یو ځل بیا د فلم نړۍ ته راروانه ده.

سشمیتا سین له ډېرې مودې  راهیسې د فلم له نړۍ او د سکرین له پردې نادرکه وه.

نوموړې په اخري ځل په ۲۰۱۰ کال کې بالیوډ فلم (نوپرابلم) کې په کار کولو سره راښکاره شوه، تر دې وروسته یې بیا په یوه بل بنګالي فلم کې په ۲۰۱۵ کې هم کار وکړ خو د ډېرو خلکو پام ورته نه ؤ.

تېر کال داسې خبر خپور شوی وه چې هغه به یوه پروژه کې برخه واخلي خو اوس داسې معلومیږي چې نوموړې حتماً پرېکړه کړې چې پر سکرین راښکاره شي.

په یوه انسټاګرام پوسټ کې سشمیدا سین د یوې اوږدې وقفې وروسته د بېرته راته خبره کړې ده او لیکلي یې دي چې میک اپ، ويښتان، رڼا او ائينه، دویم راونډ او بېرته راتګ ته تیاری.

تر اوسه دغه فلم ستورې دا نه دي ویلي چې کوم فلم یا کوم انلاین سیریز ته بېرته راګرځي.

دغه ۴۳ کلنه اداکاره دا تېر څو کلونه د رسنیو له نظره لرې پاتې شوې وه مګر تېر کال هغه مهال د رسنیو سرټکې شوه چې نوموړې خپله ۱۵ کاله له ځان کم عمره ماډل سره پر اړیکو اعتراف وکړ.

په لومړیو کې په دې تړاؤ اوازې او مختلیف رپوټونه خپاره شوي وه، خو وروسته بیا دغه فلم ستورې خپله په دې تړاو په انسټاګرام کې یوه پوسټ وکړاو روښانه یې کړه چې د یوه ماډل سره اړیکې لري.

اداکارې په خپل انسټاګرام اکونټ روښانه کړې وه چې د خپل ځانه د ۱۵ کاله کم عمره ماډل سره د یارانې اړیکه لري.

په پوسټ کې سشمیتا ویلي وه چې د واده په تړاو یې خپاره شوي خبرونه حقیقت نه لري.

که څه سمدلاسه د واده خبرونه یې رد کړي وه خو دا یې نه وه واضح کړې چې کله به سره واده وکړي.

سشمیتا سین واده نه دی کړی، خو دوه بچي یې په بچیتوب باندې اخیستي، لومړی په ۲۰۰۰ کال او دویم یې په ۲۰۱۰ کال کې په بچيتوب منلي.

سشمیتا سین په کال ۱۹۹۶ کې د فلم (دستک) څخه خپل لوبیز ژوند پيل کړی، تر اوسه یې تقریبا په ۴۰ فلمونو کې کار کړی.

نوموړې د خپلې اداکارۍ پر مټ فلم فیئر، ائيفا، اسټاسکرین، او زي سائني په شمول یې نور مډالونه هم تر لاسه کړي.

سشمیتا سین په ۱۹۹۴ کال کې د هند د ښکلا جایزه وګټله او ترې وروسته یې څو کاله بعد د نړۍ د ښکلا جایزه هم په خپل نوم کړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی