پاکستان د ۲۰۱۶ کال راپدېخوا د لومړي ځل لپاره شل اوریز سیریز بایلود

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

لیکنه: عزت الله احمدزی
د پاکستان او جنوبي افریقا کرکټ لوبډلو ترمنځ په روانو سیالو کې چې تردې دمه ترسره شوې پاکستان لومړی په ټسټ ورپسې په یو ورځنیو یو، بیا په شل اوریزو لوبو کې، له جنوبي افریقا لوبډلې ماتې وخوړه.
که څه هم وروستۍ شل اوریزه لوبه لا پاتې، چې هغه به د همدې روانې فیبروري میاشتې په ۶ مه ترسره شي؛ خو جنوبي افریقا په دوه پرله پسې بریاوو سره دا لوبلړۍ هم ګټلې ده.
په ټسټ کې د پاکستان لوبډله په درجه بندۍ کې ۷ او د جنوبي افریقا لوبډله په ۲ مقام ده. د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې بیا پاکستان ۵ او جنوبي افریقا لوبډله په ۳ مقام ده. د ټسټ او یو ورځنویو درجه بندۍ ته په کتو سره که پاکستان لوډلې ماتې وخوړه نو؛ مالومه وه چې جنوبي افریقا لوبډلې تر پاکستان لوبډلې پورته مقام درلود؛ خو خبره داده چې په نړیواله شل اوریزه درجه بندۍ کې پاکستان په لومړي مقام او جنوبي افریقا لوبډله په پنځم مقام کې ځای لري.
51712162 2507541859276520 8006357680182525952 n پاکستان د ۲۰۱۶ کال راپدېخوا د لومړي ځل لپاره شل اوریز سیریز بایلود
پاکستانۍ کرکټ لوبډله چې په شل اوریزو سیالو کې یوه ډېره پیاوړې لوبډله ده، له ۲۰۱۶ کال را وروسته تر دې دمه یې ۱۱ د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ ترسره کړې په هیڅ یوه کې یې ماتې نده خوړلې او ټولې یې ګټلې دي. دا لومړی ځل دی چې جنوبي افریقا لوبډلې ورته ماتې ورکړه.
که څه هم چې کرکټ باي چانس لوبه ده او ځینې وخت د ښه ټیم وورک او ښې لوبې ترسره کیدو له امله یوه کمزورې لوبډله هم پیاوړې لوبډلې ته ماتې ورکوي؛ خو د پاکستانۍ لوبډلې دا خبره نده چې په یوه یا څو لوبو کې ماتې خوري بلکې د جنوبې افریقا پر وړاندې یې د کرکټ د هر پارمټ لوبو لوبلړۍ بایلودې.
د پاکستانۍ لوبډلې پرله پسې ماتې د دې ښکارندویې کوي چې لوبډله یې مخ په خرابېدو روانه ده، که پاکستانۍ لوبډله د شل اوریزو دوه نورې لوبلړۍ هم بایلي او ددې لوبډلې سرسخته سیاله لوبډله هندوستان یې وګټي؛ نو ښایې پاکستان چې اوس په درجه بندۍ کې لومړي او هند دویم دی دا مقام له لاسه ورکړي او هندوستان لومړی مقام ترلاسه کړي.
india ap m3 پاکستان د ۲۰۱۶ کال راپدېخوا د لومړي ځل لپاره شل اوریز سیریز بایلود
هندۍ لوبډله ځکه د لا پرمختګ چانس لري چې د بل هر وخت اوس ښه پیاوړې ښکاري؛ ځکه چې هندۍ لوبډله هم په ورته وخت کې د نیوزیلینډۍ لوبډلې سره په نیوزیلینډ کې په لوبو بوخته ده او له پاکستانۍ لوبډلې برعکس روانه ده، چې کوربه نیوزیلینډۍ لوبډله یې له ماتو سره مخ کړې. د یو ورځنویو لوبو لوبلړۍ کې یې هم څلور دې یو پر وړاندې ماتې ورکړه. ټاکل شوې د هند او نیوزیلینډ ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه د فیبرورۍ په ۶ مه ترسره شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.