کلتور او هنر

مړې شوې سريديوي د شاه رخ خان په راتلوونکي فلم کې کار کړی

د هندۍ سېنما بادشاه شاه رخ خان په راتلوونکي فلم (زیرو) کې به د بالیوډ مشهور اداکاره سري دیوي هم راښکاره شي.

سري دیوي د هندۍ سېنما مشهوره ستورې وه چې شاوخوا کال وړاندې په دوبۍ کې مړه شوه.

هندي رسنۍ وایي اوس د شاه رخ خان په راتلوونکي فلم (زیرو) کې به سري دیوي هم پر سکرین راښکاره شي.

د رپوټ له مخې د زیرو فلم یوه سندره کې به د فلم مړه شوې ستورې د وروستي ځل لپاره د سکرین په پرده راشي.

د فلم زیرو لپاره د مینوالو په بې صبرۍ انتظار دی، وروسته له هغه چې د دغه فلم ټریلر خپور شوی په ډېر زیات شمېر خلکو کتلی او د فلم د ریلیز وړاندې یې په کروړنه روپۍ ګټلي دي.

په دې فلم کې شاه رخ خان په مختلفو رولونو کې ښکاري، د دغه فلم لپاره د مینوالو انتظار لا هاغه وخت ډېر شو چې د فلم په یوه سندره کې سري دیوي د راښکاره کېدو څخه خبر شول.

د رپوټ له مخې، سري دیوي تېر کال د اکټوبر په میاشت کې د شاه رخ خان، کرشمه کپور او عالیه بهټ سره یوځای یوه سندره ریکارډ کړې وه کومه چې اوس شاه رخ خان فلم زیرو کې خپریږي.

د یادولو ده چې سري دیوي کې د خپل د یوه خوريي د واده مراسمو لپاره دوبۍ ته تللې وه چې هلته ۲۴ فبروري کې د هوټل په یوه حمام خونه کې په مړ حالت وموندل شوه.

د انند ايل رائ په لارښوونه جوړیدونکي د شاه رخ خان فلم (زیرو) کې کټرینه کیف او انوشکا شرما مرکزي رول لوبولی دی.

اټکل دی دغه فلم به د راتلوونکي ډسمبر میاشتې په ۲۱ د زیات شمېر مینوالو د انتظار لپاره د پای ټکی کیږدي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی