مارچ 5, 2021

سنجیدت د ساه‌بندۍ له امله روغتون ته ولېږدول شو

Advertisements
‌‌لیکنه: مهر تاج

د هندوستان مشهور فلمي ستوری «سنجدت» چې د ده زیاتره مینه‌وال یې «سنجو بابا» یا «مُنا بهائي» هم بولي، د ساه‌بندۍ په ناروغی اخته دی او په همدې دلیل روغتون ته انتقال شو.
د سنجیدت په وینا: دی به څو ورځې روغتون کې پاتې شي.
سنجدت اوسمهال د ساه‌بندۍ د ستونزې سره لاس او ګرېوان دی او له همدې امله د ممبیي نجي روغتون کې بستر شوی دی.
د بالیووډ دا ٦١ کلن ستوری چې د مُنابایي او سنجو بابا په لقبونو هم نازول کېږي، په یو ټوېټ کې خپلو مینه‌والو ته د ښه صحت ډاډ ورکړی دی.

سنجیدت ویلي دي چې زه تاسې ته ډاډ درکوم، چې اوس د ښه کېدلو په حال کې یم، او د کورونا لابراتواري معایناتو پایله مې هم منفي ده، یانې په دې وایروس نه یم اخته شوی.
هغه زیاته کړې، چې څو ورځې به د روغتیاپالانو او نرسانو تر نظارت لاندې پاتې او د خپلو ټولو مینه‌والو د مینې او دعاګانو منندوی یم.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي