هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
اقتصاد ژوند او ژواک

په دفترا و اداره کې څنګه ځان مطرح کړﺉ؟!

په کارځي او دفتر کې پر نورو د اغیز شیندنې هنر، یا په دفتر او اداره کې وړتیایي نفوذ د اوسمهالي پېر د کاري دایرو مهم اړخ دی. ستاسې په نظر او ایډیا خلک هله پوهېدای شي، چې تاسې یې تر خلکو ورسولای شئ.

پرون په فیسبوک کې یوچا په یوه بهرني سیمینار کې د خپلې وینا تصویرونه خپاره کړي وو، خو لاندې یې ترې لیکلي وو، چې « دا کار مې ځانښودنه ونه ګڼئ!!». د ځانښودنې دې دودیزې او منفي اصطلاح په اوسمهالي پېر کې خپل دودیز تعریف له لاسه ورکړی دی. هرڅوک مکلف دی، چې د خپلې وړتیا او فکر او نظر لپاره مارکیټنګ وکړي. همدا اوس، چې موږ خپل فکر او نظر پر ټولنیزو شبکو خپروو او پر وړاندې یې په سلګونو لایکونه او تبصرې راځي، یا ځینې په لوی لاس هڅوو، چې لایک او تبصرې پرې وکړي، دا خپله د ځان لپاره یو ډول مارکیټنګ دی.
که په چا کې د یوڅه شي ظرفیت او وړتیا موجوده وي، د ځانښودنې جرات هم باید په کې موجود وي.

زه دلته پر مثبتې ځانښودنې ټینګار کوم، هغه ځانښودنه، چې ستاسې د شخصیت، وړتیاوو او کاري ظرفیتونو ښکارندویه وي. خلک تر هغه پورې تاسې نه شي درک کولای ترڅو، چې تاسې خپله خلکو ته ځان ونه ښیﺉ. په حقیقت کې یو مفکر د خپل فکر د اظهار او هنرمند د خپل هنر د نندارې له لارې خلک پېژني. که یو سندرغاړی چېرته کنسرت ورنه کړي، یا هنرمند خپل هنر نندارې ته کینږدي، خلک یې له هنري خلاقیت او وړتیاوو نه خبریږي.

دغسې د کار په ساحه، یا دفتر کې، چې تاسې خپله وړتیا ونه ښيﺉ، تر هغه مو مدیر او ورییس نه شي درک کولای. لایق او هوښیار کسان د رییس او مدیر پر چارو د پوهېدو پرځای، خپلو چارو ته متوجه وي. هغوی ټول پر دې فکر کوي، چې په ناسته او سهارني مجلس کې څه ووايي، چې د ټولو پام ور واړوي. ډېر کسان وايي، چې « د ویلو لپاره څه نه لرم»، « ما، چې څه ویل هغه…فلانکي وویل»، « زه د…فلانکي خبره تاییدوم»، خو په دې باید پوه وي، چې دا ډول خبرې د سړي پر ذکاوت او کاري حیثیت منفي اغیز پرېباسي. ناستې د تایید او چوپ کښېناستو لپاره نه وي، هلته د هر کارکوونکي نظر پوښتل کیږي. هغه کسان، چې په داسې ناستو کې د ویلو لپاره څه لري، هغوی د خپلو مدیرانو او رییسانو پر وړاندې ارزښت پیدا کوي.

تاسې که یوه داسې طرح وړاندې کړﺉ، چې په هغې سره د یوه شرکت بازار ښه کیږي، یا نوی بازار پیدا کوي، په دفتر او اداره کې ستاسې نفوذ ته لاره اواروي. که هرڅوک یوازې په خپل ورځني کار لګیا وي او د ابتکار او نوښت فکر ورسره نه وي، اداره او چارې یې په هیڅ ډول وده نه شي کولای. کوښښ وکړﺉ د یوه دوکاندار په څېر عمل وکړﺉ او مشتریان د خپل فکر او ابتکار پر لور در جذب کړﺉ. څومره، چې ستاسې مشتریان ډېریږي هومره مو بازار ورسره پراخیږي او بازار مو، چې پراخ شو ونډې او نفوذ مو ورسره ډېریږي.

دوکانداران په مشتریانو په زور جنس او توکي نه پلوري، هغوی یې په خپله خوښه پېري. تاسې هم، چې کله خپل وړاندیز، نظر او ابتکار وړاندې کوﺉ خلک مه مجبوروﺉ، چې ژر یې درسره ومني. که ستاسې جنس (نظر) راښکونکی وي، هغوی یې له درنګ پرته پېري. یوڅیز ته مو پام وي، چې دلته د دوکاندار په څېر خپله شخصي ګټه مه سنجوﺉ، دلته د ادارې، شرکت او کمپنۍ ګټه سنجول کیږي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */