اپریل 12, 2021

هغه کسان چې د ځان وژنې هوډ يې کړى وي، اصل کې نه غواړي چې مړه شي

Advertisements
ليکنه او راټولونه: شپنه سلګۍ

ډېری هغه کسان چې له ژوند څخه ستړي وي او غواړي ځان وژنه وکړي په اصل کې نه غواړي چې مړه شي، بلکې غواړي له هغه ژوند څخه نجات ومومي چې تېروي یې. د مور او پلار، ملگري او د ښوونکي په توگه لاندې ذکر شويو خبرداری ورکوونکو نښو ته پام ولرئ. دغه نښي ښيي چې درلودونکی یې له ژوند څخه ستړی دی.

۱ ـ د ځان وژنې په اړه خبرې:

د «زه به ستا له پاره نوره ستونزه ونه اوسم» او يا «زه به ځان ووژنم» په څېر جملو ويل بايد بابيزه ونه گڼل شي، آن که يې ويوونکی په شوخۍ او يا ټوکه کې هم ووايي.
ځينې یې ښايي دغه جملې په خوله ونه وايي، بلکې د ټولنیزو رسنيو په پوستونو او يا بله ليکل شوې بڼه وليدل شي.
دا ډيره آسانه ده چې سړی پرته له دې چې مور او پلار یې وپوهيږي، د ځان وژنې په اړه خبري وکړي. ځکه د ځوانانو د ژوند ډېره برخه په ديجيتالي نړۍ کې تیريږي او ځینې وخت مشکله وي سړی دغه نښې نښانې وويني.

۲ ـ خود مخربه چلند:

ځان ته زيان رسوونکي تنکي ځوانان د ځان وژنې هڅه کوي.
زيان رسوونکی او خود مخربه چلند بايد جدي ونيول شي. يعني که يو څوک د نشه یي توکو او الکهولو استعمال ډېر زيات کړي نو بايد جدي پاملرنه ورته وشي.

۳ ـ له ټولنیز ژوند څخه لاس اخيستل:

له کورنۍ او دوستانو سره تماس کمول د ځان وژنې د تمايلاتو يوه نښه کيدای شي. هغه کسان چې ډېره ټولنیزه مرسته لري، په رواني ناروغيو کم اخته کيږي.
د والدينو له پاره مهمه ده چې کله وپوهيږي چې اولادونه یې له خلکو سره ډېر نه مخ کيږي او له ټولنیز ژوند څخه لاس اخلي، نو توجه بايد وکړي او خپلو اولادونو ته ووايي چې په هر حال کې له دوی سره دي او مينه ورسره لري.

۴ ـ د ناهیلۍ احساس:

په ځوانانو کې د نااميدۍ يا بند پاتېدو د احساس څرگندول د ځان وژنې د تمايلاتو يوه نښه کيدای شي. زياتره هغه کسان چې ځان وژنه کوي، په اصل کې نه غواړي چې مړه شي، بلکې هغوی زياتره وخت خپل ژوند نه خوښوي او غواړي ځان ترې آزاد کړي.
ځوانان ښايي دغه ډول جملې لکه «زه له خپل ژوند څخه نفرت لرم.» ووايي. مېندې پلرونه بايد هڅه وکړي له خپل اولاد سره د هغوی د احساساتو په اړه وغږيږي او د هغوی خبرو ته غوږ ونيسي.

۵ ـ په معمول کې بدلون:

د ځوانانو د معمول په ژوند کې د پام وړ بدلون ښايي د ژور خفگان علامت وي او د لويانو له پاره د دې يو سگنال چې د ځوانې نجلۍ او يا هلک په ژوند کې يو بل څه روان دي. خوب په حقيقت کې د ځان وژنې له نظرياتو سره ډېره قوي اړيکه لري.
که يو ځوان هلک يا نجلۍ د شپې يوازې څلور يا پنځه ساعته خوب کوي، نو دا د اندېښنې باعث دی. همدا راز له عادت او يا نورمال څخه زيات خوب ښايي د ژور خفگان يوه نښه وي.

۶ ـ د شخصي شيانو تحفه کول:

که چېرې يو تنکی ځوان يا پېغله خپل قيمتي شيان پرته له يوه منطقي دليل څخه نورو ته تحفه کوي، نو بايد خبرې ور سره وشي او د مرستې د ترلاسه کولو هڅه وشي. دا يوه نښه ده چې [د ځان وژنې] پلان یې جوړ کړی دی.

۷ ـ د شخصيت بدلون، خلق تنگي، ويره او پريشاني:

که څه هم چې د ځوانانو مزاج ژر بدلون مومي خو دا هغه څه دي چې بايد پاملرنه ورته وشي. په کورنۍ کې د ژورخفگان او يا ځان وژنې د تمايلاتو سابقه هم د خطر يو فکتور دی. يعني هغو ځوانانو ته بايد لا ډېره پاملرنه وشي چې په کورنۍ کې یې د ځان وژنې پېښې ترسره شوي دي.
که چېرې تاسې په خپل تنکي ځوان زوی يا لور کې ډېر لوی تغير ووينئ نو بايد ورته ځېر شئ. ملاتړي مور او پلار، هغه څوک چې پرته له کومه شرطه مينه ورکوي ـ ډېر زيات مهم نقش لري.
ميندې پلرونه بايد له خپلو اولادونو وپوښتي چې څه ستونزه لري او د مرستې وړاندیز ورته وکړي، ځکه اولادونه له مور او پلار د مرستې غوښتنه نه کوي. له همدې امله انتظار مه کوئ، عمل وکړئ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي