ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه کورنی ژوند

هلک او نجلۍ مخکې له واده څخه بايد ځينې معاينات وکړي

لیکنه: شپنه سلګۍ
لیکنه: شپنه سلګۍ

دا چې واده یا کوژه کول یوه عادي پروسه ده، هر هلک او نجلۍ چې بالغه شي په نورمال ډول د منطقي رواجونو مطابق واده کوي.

خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې آیا کله هلک یا نجلۍ کوژده کوي د هغوی دواړو صحي او ضروري معاینات مو ترسره کړي؟

تاسو به خبر یاست چې ځینې وژونکې او خطرناکې ساري ناروغۍ شته چې له یو شخص څخه بل شخص ته انتقالېږي چې په لاندې ډول دي:
1: Hepatites B
2: Hepatites C
3: HIV/AIDS
4:Syphilis

دا هغه میکروبونه دي چې له یو شخص څخه بل ته انتقالېږي او وژونکې ناروغۍ دي.
که چیرې غواړئ خپل زوی، ورور او یا هم د کورنۍ کوم بل غړي ته واده یا کوژده وکړئ او یا د هلک نجلۍ خوښه شوې وي او یا د نجلۍ هلک خوښ شوی وي، نو خامخا او جبري خبره دا ده چې دواړه دې د پورتنیو ناروغیو لپاره صحي معاینات وکړي او دا دې شرم نه گڼي چې موږ ولې دا معاینات وکړو، ځکه چې ستاسو ژوند همدې پورې تړلی، دا معاینات په هر لابراتوار کې په ارزانه بیه کېږي.

مثلاً که هلک پاک وي او نجلۍ میکروب ولري، نو له نجلۍ څخه دا میکروب هلک ته ځي او بیا یې اولادونو ته هم انتقال کوي او د مرگ سبب گرځي. او که چیرې نجلۍ پاکه وي او هلک میکروب ولري، نو له هلک څخه میکروب نجلۍ ته ځي او له نجلۍ یې اولادونو ته انتقال کوي او بیا هم د مرگ سبب گرځي.

دا چې نن سبا دا ناروغي په افغانستان کې ډېره زیاته ده او خلک ورته متوجه نه دي، نو ځکه دا ناروغي مخ په زیاتېدو ده.

مخکې له دی چې کوژده يا واده وکړئ، باید دا معاینات په درست ډول انجام کړئ او خپل اولادونه په خپله ونه وژنئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شپنه سلګۍ

تبصره مو ولیکئ