مارچ 7, 2021

له روژه‌ماتې وروسته سګرېټ څکول د انسان د مرګ سبب کیږي

Advertisements
ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

د ترکیې د غیرسون د طب پوهنتون د زړه د څانګې د پوهنځي رییس ښاغلی ډاکټر قاغان قولان لیکي: “له روژه‌ماتې وروسته سګرېټ څکول د مرګ خطر لري، ځکه په روژه کې سګرېټ څکول د زړه د شیریانو د بندېدو لامل کېدلای شي او سمدستي د سګرېټ څکول د څکوونکي کس د مرګ سبب کېدلای شي…
نوموړی ډاکټر وایي کوم کسان چې له روژه‌ماتې وروسته د سګرېټو د څکولو عادت لري، باید احتیاط وکړي او له دغه عادت څخه لاس واخلي، ځکه له روژه‌ماتې وروسته سګرېټ څکول د انسان بدن ته له عادي حالت څخه بدلون ورکوي، بدن یو ډول رېږدېدل پیل کوي چې کله کله د انسان پښې او لاسونه هم ورسره رېږدېدل پیل کړي او پر سګرېټ څکوونکي کس خراب حالت راځي چې دغه خپله د انسان د مرګ د خونې دروازه ورټکول دي.
ډاکټر قاغان وایي کله چې سګرېټ څکوونکی کس له اوږدې مودې څخه وروسته سګرېټ کاږي، په دغه وخت کې سګرېټ د انساني بدن له ټولو دفاعي سیسټم سره نااشنایي او نابلدي ښيي او د بدن ټوله دفاعي قوه ناڅاپي بېداره کېږي او په حرکت کې راځي چې په دې وخت کې د زړه د ضربې احتمالات زیاتېږي او انسان له مرګ سره مخ کېږي.
نوموړی وایي، څېړنو ښودلې، هغه کسان چې لږ هم د زړه په ناروغي اخته وي، په روژه کې له روژه‌ماتې وروسته د سګرېټو د څکولو له امله مړه شوي دي.
راځئ هوډ وکړو وکړو، چې د روژې د مبارکې میاشتې په برکت له سګرېټ څکولو لاس واخلو.
روژه د رحمتونو میاشت ده او سګرېټ پرېښودل هم د الله له لوري یو رحمت دی. په دې ستره میاشت کې د دغه ستر رحمت څخه ځانونه مه بې برخې کوئ.
دا چې مخکې مو هر نیم ساعت وروسته سګرېټ څکول او اوس د روژې په وجه د اذان تر وخته صبر کوئ، نو له اذان څخه وروسته هم لږ صبر وکړئ، چې ځانونو ته مو زیان ونه رسېږي.
ځکه سګرېټ څکول حرام دي؛ هم معنوي او هم مادي زیانونه لري، نه یوازې موږ ته، بلکې زموږ له امله نورو ته هم زیان رسېږي، نو ځکه ترې ځان ساتل پکار دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د امریکا د بهرنیو چارو وازرات؛ اووه افغانو مېرمنو ته د زړورتیا جایزه ورکوي

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : افغانستان

Advertisements تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو مېرمنو افتخاري جايزه، اووه افغانو ښځو ته ورکوي، چې په ٢٠٢٠م کې يې خلکو ته د خدمت په جريان خپل ژوند له لاسه ورکړى ... نور ولولئ