افغانستان اقتصاد رسنۍ سرسکالو

سیګار: په تېرو ۱۰ کلونو کې افغانستان کې، ۱۹میلیارډه ډالر ضایع شوي

راپور: نسیمه محمدي

سیګار ادعا کړې چې یوازې په تېرو لسو کلونو کې، له ۱۹ میلیارډه ډالرو څخه زیات، د امریکا مرستې په دغه هېواد کې ضایع شوي دي.

د اسپوتنیک د راپور پر بنسټ، د افغانستان لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې”سیګار” په خپل تازه راپور کې د امریکا د مرستو تازه ارقام چې په دغه هېواد کې”ورکې، ضایع او حیف و میل شوي” خپور کړی.

په راپور کې راغلي چې د ۲۰۱۸م د جنورۍ له لومړۍ نېټې بیا د ۲۰۱۹م د ډسمبر تر ۳۱مې، افغانستان ته یې د امریکا د مرستو راپورونه کتلي او دا پایله یې تر لاسه کړې چې د ۱۵.۵ میلیارډه ډالرو سربېره، چې په ۲۰۱۸م کې راپور ورکړل شوی وو، ۳/۴ میلیارډه نور ډالر هم ضایع، اختلاس یا حیف او میل شوي دي.

د سیګار د راپور پر بنسټ، د ۲۰۰۲م د مالي کال له پیل بیا د ۲۰۱۹م د ۳۱مې پورې، د امریکا کانګرس ۱۳۴ میلیارډه ډالر د افغانستان د بیا رغونې لپاره ځانګړې کړي دي.

سیګار د ۶۳ میليارډه ډالرو شاوخوا بیا ځلي ارزولي دي، چې د ۲۰۰۹م د مۍ میاشتې څخه د ۲۰۱۹م د ډسمبر تر ۳۱مې، د امریکا د مرستو نېږدې ۱۹ میلیارډه ورکې دي.

دا موندنې د ۱۱۱ راپورونو له منځه خپرې شوي او د دغه ادارې ۵۵ د تحقیق موارد ترلاسه شوي دي.

سیګار وايي د دغو پیسو څخه، د امریکايي مالیه ورکوونکو ۱.۵ میلیارډه ډالر ضایع شوي، ۳۰۰ میلیونه نور اختلاس شوي او ۳۴ میلیونه جیبونو ته لوېدلي دي.

د دغو پیسو له ټولییز رقم څخه، ۱۰۶ میليارډه د مخدره توکو سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې وې، چې د سیګار په وینا هېڅ ډول لاسته راوړنه یې نه درلوده.

سیګار ویلي د دغې ادارې فعالیت د امریکايي مالیه ورکوونکو په پیسو کې د ۲۰۱۹م د ډسمبر تر ۳۱مې د ۳.۲ میلیارډه ډالرو د سپما سبب شوی دی.

افغان حکومت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ