سیر بهادر زاده هم ماته وخوړه!

د افغانستان د آزادي مبارزې تکړه او نوموتی لوبغاړی سیر بهادرزاده تېره شپه د اتریشي سیال، چي په اصل کي د روسیې دی ولوبېد او په کم توپیر ئې ورڅخه ماته ومنله.
د سیربهادر زاده یاد اتریشی سیال اسماعیل نوردیف نومیږي، چي د یاد هیواد ډېر تکړه لوبغاړی دئ.
د بهادر زاده او نوردیف ترمنځ دا لوبه د آزادي مبارزې د یوه وتلي سازمان(UFC) له جملو څخه یوه لوبه وه.

تر یادي لوبي مخکي سیر بهادر زاده ۲۴ بریاوي او ۷ ماتي، خو اسماعیل نوردیف بیا ۱۸ بریاوي او ۳ ماتي له ځان سره درلودې.
سیر بهادر زاده په داسي مهال ماته وخوړه، چي وړمه شپه بیا یوه بل افغان لوبغاړي بازمحمد مبارز هم په یوه چلینجي لوبه کي د روسي لوبغاړي کاناکوف څخه په ډېر کم توپیر ماته وخوړه.

دا لوبه د ACA په نوم د یوې آزادي مبارزې د ادارې له لوري مخ ته وړل کېده، چي په لوبغالي کي د زیاتو مینوالو ترڅنګ دلته افغانستان کي هم زرګونه افغانانو یاده لوبه په ژوندۍ بڼه ولیدله.
دا لوبه درې میدانه ترسره سوه، چي په درې واړه میدانونو کي افغان لوبغاړي بازمحمدمبارز او روسي لوبغاړي کاناکوف خورا سخته مقابله یو د بل په وړاندي وکړه، چي یو لوبغاړی هم ونه وتوانېد، چي بل لوبغاړی ناک اوټ کړي او درې سره میدانونه ئې ولوبول، خو په پاي کي د نمرو له امله کاناکوف بریا او مبارز ماته وخوړه.
دا لوبه بازمحمد مبارز ۲۸ پر ۲۹ نمرو وبایلله، چي دا دومره توپیر ندئ.

بازمحمد مبارز یاد روسي سیال ته چیلینج ورکړی وو. مبارز وروسته له هغه کاناکوف ته چلینج ورکړی وو، چي دې لوبغاړي تر دې مخکي دوه نور افغان لوبغاړي عبدالعظیم بدخشي او احمدولي هوتک ته هم ماته ورکړې وه او په دې سره بازمحمد درېیم افغان لوبغاړی سو، چي کاناکوف ماته ورکوي.
کاناکوف لومړی عبدالعظیم بدخشي ته په ۲۰۱۷، دوهم احمد ولي هوتک ته په ۲۰۱۸ او دادی درېیم ځلي ئې بیا وړمه شپه بازمحمد مبارز ته ماته ورکړه.
بلخو بیا د آزادي مبارزې په یوه بله مهمه لوبه کي وړمه شپه عبدالسمیع فیضي بلاورسي سیال ته سخته ماته ورکړه.

دا لوبه په ۷۷ کیلو ګرام وزن کي د NFG ادارې له لوري ترتیب سوې وه.