پوهنه ځوانان او زده کړې ژوند بڼه طبیعت

د سیند د ژورو تیارې

لیکنه: ياران
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

اقیانوس زموږ په سیاره کې د تروو اوبو غټو سیندونو ته وایي چې د ځمکې د اوبو یوه څانګه جوړوي او د غټو وچو ترمنځه یې مرزونه جوړ کړي. د ځمکې د اوبو ۷۱ سلنه برخه تروې اوبه جوړوي چې ۳۶۱ میلیون متره مربع مساحت کېږي د سیندونو حجم په ټوله کې ۱.۳ میلیارده کیلومتره مکعبه او عمق یې په متوسط ډول ۳۷۹۰ متره ده.

له نیم څخه ډیرو سیندونو له ۳۰۰۰ مترو څخه ډېر ژور دي.

له ټولو څخه ژور سیند ۱۱زره او۳۴متره ده او د دې موضوع د درک لپاره همدومره بس ده چې وویل شې لامبوزنو تر اوسه د۴۰ مترو تر ژورو لامبو کړې او د لامبو آزاد عمق یې تر ۲۵۳ مترو ده.

پروفیسور دورګا رایو چې د سیند د ځمکې پېژندونکی متخصص او د جده د پوهنتون ښوونکی دی، ور څخه غوښتنه وشوه چې د النور سوره د ۴۰ آیت په اړه خپل نظر وړاندې کړي.

پروفیسور رایو وویل:

دانشمندانو په د تازه ګیو کې د پرمختللو تجهیزاتو په مرسته وکولای شول پوه شي چې د سیند ژور(اعماق) پوره تیاره دي.

انسان د سیند له ۲۰ یا ۳۰ مترو له ژورو څخه پورته د اوبو لاندې له لامبو څخه عاجز دی او هېڅکله د سیند په غوچو سیمو او له ۲۰ متره ډېرو ژورو کې ژوندی نشي پاتې کېدلی دا آیت ټول سیندونه نه رانغاړي، ځکه هر سیند ژور نه دی او دا آیت ژورو سیندونو ته اشاره کوي، څرنګه چې قرآن وایي “د ژور سیند تیاره” دا د سیندونو تیارې کیدای شي دوه علته ولري:

۱- د لمر وړانګې له ۷ رنګو څخه جوړې دي دا ۷ رنګونه

بنفش، نیلي، آبي، شین، نارنجي، زیړاو سور دي. دا رنګونه له اوبو سره د لګېدلو پر وخت ماتېږي. ۱۰ تر ۱۵ متره پورتنۍ اوبه سور رنګ جذبوي د همدې لپاره که لامبوزن د ۲۵ مترو به ژورو کې ټپي شي د خپلو وینو سور رنګ نشي لیدلی، ځکه سور رنګ دغه عمق ته نه رسېږي په همدې ډول نارنجي رنګ د ۳۰ تر ۵۰ مترو په ژورو کې جذبېږي.

ژیړ رنګ په ۵۰ تر ۱۰۰ مترۍ کې، شین په ۱۰۰ تر ۲۰۰ مترۍ کې په آخر کې هم آبي رنګ، چې د رنګونو شا په شا ورکېدل لامل کېږي چې سیند تیاره شي.

۲- د لمر وړانګې د وریځو په واسطه جذبېږي او دا خپله د وړانګو د پاشلو لامل کېږي او تیاره منځته راوړي چې دا لومړۍ تیاره ده. هغه وخت چې د لمر وړانګې سیند ته رارسېږي د سیند د سطحې امواجو په وسیله انعکاس کوي او د تیارې لامل کېږي.

موږ د سیندونو د ژورو په هکله ۰.۰۵ سلنه پوهېږو او د ځمکې ۷۰ سلنه سیندونه جوړوي، تر اوسه ۹۵ سلنه یې نه دي پېژندل شوي، یانې زموږ معلومات د سیندونو په هکله هغومره نه دي، لکه د مریخ په هکله چې پوهېږو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ