اقتصاد ټولنیز ژوند ژوند بڼه سرسکالو کلتور او هنر

امرالله صالح: د نوي ښار د پارک سینما ورانه کړئ

ژباړه: عایشه حیدري

د ولسمشر لومړی مرستيال وايي، د کابل ښاروال ته يې امر کړی دی چې د کابل د نوي ښار د پارک سینما ورانه کړي او ځمکه یې له پارک سره يو ځای کړي.

د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال، امرالله صالح، په خپلې ۱۲مې ناستې کې چې د اکټوبر په ۲۹ د پنجشنبې په ورځ ترسره شوه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د کابل له ښاروال څخه یې غوښتي چې د نوي ېار د پارک سینما ورانه کړي او ځمکه یې له پارک سره یو ځای کړي او یا یې په مډرنې بڼې بېرته فعاله کړي. یا دې د يوه سوداګر په شراکت سره په يوه فرهنګي مرکز باندې بدل کړي ځکه اوسنۍ حالت د منلو وړ نه ده.

د ښاغلي صالح د خبرو په دوام ويلي دي، څېړنو ښودلې دي، هغو جرایمو چې د کابل ښاریان یې تنګ کړي وو، صفر ته نږدې شوي، لکه د مبایل غلا، د موټر غلا، وسله والې غلاوې، د سړک سر ځورونو او په پټه د نيشه يي توکو خرڅلاو او باج اخیستنې. خو ټول جرمونه تراوسه نه دي صفر شوي. په نورو کاري مسايلو کې له صفر څخه تښتي خو موږ په خپل کار کې له ډېرې مینې سره د صفر پسې ګرځو.

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستيال زیاتوي چې د غضب شویو سیمو راګرځولو لړۍ دوام مومي. نه ننداريز کار دی او نه هم د څو ورځو بلکې د هغو کسانو نوم لړ چې په نظام کې شتون لري خو د دغې کار پر خلاف دي هم د بشپړېدو په حال کې دی. ډېر ژر به، د غضب شویو سیمو له انځورونو او ويډيو ګانو سره د خلکو په واک کې ورکړل شي.

ويل کېږي چې ښاغلي صالح تېره اونۍ د ولسمشر د لومړي مرستيال د دندې ترڅنګ، د کابل د امنیت تأمينولو دنده د يوې لنډې مودې لپاره پر غاړه واخیسته. هغه زیاته کړې وه چې په کابل کې به کوڅه پر کوڅه استخباراتي پوښښ پیل کړي او هغه موټرونه چې اسناد نه لري، قانوني کوي یې او يا یې جریمه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ