Advertisements
ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

ماشوم او وهل ټکول؛د ارواپوهنې له استاد شرف الدین عظیمي سره د یاران د همکارې مرکه  

درنو کورنیو او لوستونکو ماشوم وهنه هغه ستونزه ده چې زموږ ټولنه کې دود ګرځېدلی ښایي تاسی هم خپل ماشومان وهلي وي خو نن دا ستونزه زه صدیقه پوپلزۍ د ارواپوهنې له استاد شرف الدین عظیمي سره راسپړم هیله ده تر وروستیو راسره اوسئ:

پوپلزۍ: د ماشوم وهل ټکول په څه مانا دي؟
استاد عظیمي: ډېرځله ماشومان د وړو وړو تېروتنو له امله وهل او ټکول کیږي چې اروایي او بدني زیانونه له ځان سره لري دا ناسمې کړنې په نننۍ ټولنه کې تر ډېره دود دي او ډېری میندې او پلرونه یې د روغې روزنې تګلاره ګڼي هغوی فکر کوي اولاد به یې په وهلو اصلاح شي خو هغوی نور هم بدتره کیږي او په پایله کې اروایي او بدني ستونزې ورته پیدا کیږي.

پوپلزۍ: په افغانۍ ټولنه کې ولې ماشومان ډېر وهل او ټکول کیږي؟
استاد عظیمي: لومړی لامل یې د ټولنې دا دود دی چې که چېرې یو ماشوم تېروتنه کوي نور ورته وایي وهل یې ښه حل لاره ده دویم لامل یې داده چې ډېری میندې او پلرونه نالوستي دي دوی د روزنې له روغو تګلارو خبر ندي همدارنګه هغه کورنۍ چې لوستې دي هم په دې اړوند نه لولي.

پوپلزۍ: ایا د ماشوم وهل د هغه پر اروایي روغتیا هم اغېزه کوي؟
استاد عظیمي: ډېرځله د وسواس اضطراب، وېرې، پرځان ټیټ باور او ژورخپګان لاملونه په کوچنیوالي پورې تړلي وي او کوچنیوالي کې جسمي ځور د همدې ستونزو لامل ګرځي.

پوپلزۍ: آیا د وهلو له امله ماشوم کینه ناک عادت کیږي؟
استاد عظیمي: کینه هغه اروایي پدیده ده چې مقابلوي اړخ لري یاني ماشوم هغه مهال کینه کوي چې ځور وویني ورټل او ووهل شي، دا ځورونې بیا وروسته په ماشوم کې د کینې د ودې لامل ګرځي او په راتلونکي کې د ټولو انسانانو پر وړاندې د کینې حس پیدا کوي.

پوپلزۍ: آیا وهل ماشوم ګوښه والي ته هم اړباسي؟
استاد عظیمي: شاوخوا ټول ماشومان تېروتنې کوي خو ددې پرځای چې د تېروتنو جبران کول ورته وښودل شي وهل کیږي وروسته ماشوم فکر کوي هره کړنه چې سرته یې رسوي تېروتنه ده نو له همدې امله هېڅ کار ته لاس نه اچوي چې په پایله کې یې پرځان باور راښکته او ګوښه والی غوره کوي باید وویل شي هرکله چې موږ ماشوم وهو ۵۰ روغي حل لاري مو پریښي او ۵۱ ناسمه لاره مو کارولې.

پوپلزۍ: آیا د ماشوم وهل سالمه لاره ده؟
استاد عظیمي: دا چې د ماشوم وهل ټکول اروایي ستونزې زېږوي له همدې امله روغه او سالمه تګلاره نده هغه که په ښوونځي کې وي یا په کور او چاپېریال کې.

پوپلزۍ: د ماشوم وهلو لاملونه څه دي؟
استاد عظیمي: د ماشوم وهل ګڼ لاملونه لري چې د ماشوم تېروتنې، د ماشوم ذهني ستونزې، درسي ستونزې، فردي توپیرونه، نالوستې کورنۍ، بې پروایي، اروایي ګډوډۍ لرونکي مور، پلار او ښوونکي، د موروپلار لوړې تمې، د ماشوم اروایي ستونزې، د وروڼو او خویندو تر مینځ خپلمینځي کینه، کلتوري فقر او له ښوونځي نه تېښته، یې لوی لاملونه دي.

پوپلزۍ: د ماشوم وهلو بدې پایلې څه دي؟
استاد عظیمي: که چېرې ماشوم وهل کیږي برسېره پر جسمي زیانونو اوږدمهاله وېره او اضطراب، پر ځان باور راټیټېدل، ځان ځورونو ته لاره هواروېدل، جنګ زده کول، دروغ ویل، توپیري چلند زده کول، ورانکاري او ناسم فعالیتونه، ټولنې ضد فعالیتونه، شخصیتی ستونزې او ذهني او مغزي ضربې هم رامینځته کولی شي.

پوپلزۍ: آیا وهل ماشوم بدبینه کوي؟
استاد عظیمي: هرکله چې ماشوم وهل کیږي هغه اړوند (وهونکی) کس بد ویني وروسته فکر کوی ټول انسانان بدچلنده دي یاني بدلیدنه یې وده کوي او ټولیزه کیږي چې راتلونکي کې یې په ژوند او ورځنیو چارو ناوړه اغېزه کوي.

پوپلزۍ: حل لاره یې څه ده؟
استاد عظیمي: که چېرې د ماشوم د تېروتنو پر مهال خپله غوصه مدیریت کړو، د ماشوم ناسمې کړنې ورسمې او پرځای غوښتنې پوره کړو، ماشوم ته پاملرنه وکړو، له وهلو وروسته یې دلاسا کړو او مینه ورکړو او چکر ته یې بوځو تر څور یې فکر منحرف شي نو دا به له وهلو ښه پایله ورکړي.

پوپلزۍ: څنګه یې مخنیوی وکړو؟
استاد عظیمي: که له خپل ماشوم سره حد وساتئ، د غوصې پر مهال اوبه وڅښئ، له ځایه پاځئ او یا ځای ترک کړئ، په درسي ستونزو کې مرسته ورسره وکړئ، د وهلو پرځای خبرې ورسره وکړئ، ورځنی مهالوېش ورته جوړ کړئ، بوخت یې وساتئ، اړیکې یې وڅارئ، سریالونه او فلمونه محدود کړئ، انرژي لرونکي څښاک ورته را ونه نیسئ، ناسمې کړنې یې سمې کړئ، تل مهربان اوسئ او د ماشومانو تر مینځ مساوات او برابرښت مراعت کړئ نو تر ډېره به مو له وهلو مخنیوی کړی وي.

پوپلزۍ: د وهلو پر ځای باید ماشوم سره څه ډول چلند وشي؟
استاد عظیمي: که د وهلو پر ځای له ماشوم سره مینه، دوستي او ملګرتیا وشي هم به کور آرامه وي او هم به مو ماشوم په منطیقي ډول پوهولی وي له ماشوم سره روغې اړیکې، غېږ کې نیول، پارک ته بیول، کیسه کول، د ناسمو کړنو پر مهال ملایمه تنبه ورکول، پوهول، نامستقیمه څارنه، پوښتنو ته ځواب ورکول، تر یوې کچې آزادي او په خوښئ چلند هم ګټور او له وهلو ښه دی.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.