سیکولریزم يوازې له دین جلاوالی دی، که په خپله یو نظام؟

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

سیکولریزم له(secular)  څخه اخیستل شوی چې( نړۍ پالنه، له دین څخه جلاوالی، ناروحاني) ته وايي. عام پېژند یې دا دی چې ژوند او دین سره بېلوي. یانې د ژوند په چارو کې د دین او خدای مداخله او ښکیلېدل نه غواړي. په هر څه کې باید انساني قانون پلی شي او د هر ډول اسماني قانون له منلو انکار کوي.
په هېڅ ډول او هېڅ پلمه به د سیکولري نظام په چارو کې خدايي حکمونه دخالت نه کوي.
سیکولریزم وايي چې دین او خدای دواړه شته، خو زموږ په ژوند او سیاسي چارو کې دې لاسوهنه نه کوي او له هرې پرېکړې نه مو دیني حکمونه سېوا دي. دین دې خپل کار کوي او سیاست خپل. یانې ټولې ریاستي ادارې او مذهب سره بېلوي.
کمبرېج ډکشنرۍ کې سیکولریزم (سیاسي او معاشرتي چارو کې د دین نه ښکیلېدل دي.)
د امریکن بري ټېج وییپانګې مطابق (له مذهب پرته د ټولنیزو چارو سمبالولو ته سیکولریزم وايي)
نورې باوري انګریزي وییپانګې (اکسفورډ، مریم وېبسټرز…) سیکولریزم داسې راپېژني چې که خدای او مذهب دواړه شته هم، خو تر انفرادي ژونده ایسار دي، تر دې هاخوا د تګ اجازه ورته نشته.
د اروپایانو د تیارو پېړیو وخت کې د پادریانو( پاپ) مداخله ډېره شوه. پر خلکو يې د څېړنو، علم پاللو او رامنځته کولو لارې بندولې. ځينې ساینسپوهان یې وژلي هم دي. وګړي يې اړ ایستل چې د مسیحیت ړوند تقلید وکړي او د دوی د فکر کولو اورسۍ یې پرې تړلې. دا وخت چې مسیحیت تحریف شوی و او د انساني ذهنونو د ځينو پوښتنو ځواب به هک حیران کړل، یانې ځواب به ورسره نه و، نو خلکو د مذهب پر ضد بغاوتونه پیل کړل.
رنسانس چې پیل شو، دا تحریک په ټوله اروپا کې وچلېد. مذهبي کړیو خپله مبارزه هم کوله، خو د نویو فکرونو په راټوکېدلو سره، دوی پاتې راغلل او ورته ویې بایلله. ټول واکونه د هغو کسانو په لاس کې شول چې مذهبي کارونه یې تر انفرادي اړیکو محدود ګڼل.
انفرادي معاملو ته د مذهب د دخالت اجازه ورکړل شوه، خو په ریاستي چارو کې له یوې مخې مذهب وایستل شو.
سوال دا راپیدا شي چې اوس سیکولریزم صرف له دینه جلاوالی دی، که دی په خپله یو نظام دی؟
سیکولریزم ټولو انساني چارو سمبالولو په موخه یوازې پر انساني عقل زور اچوي. په شخصي ژوند کې د خدای منلو ته اجازه ورکوي، خو خپلې ټولنیزې چارې همدغه خدای نه ورسپاري. یانې سیکولریزم پخپله یو نظام دی. دی یوه مذهب ته پر ځان د برلاسي اجازه نه ورکوي. که کوم مذهب غواړي د دوی تر سیوري لاندې و اوسي، دوی کومه ستونزه نه لري.
د نړۍ ډېری مذهبونه، لکه مسیحیت، بندومت، یهودیت او… د سیکولریزم تر سیوري لاندې راغلي، ځکه چې د دې کار دوه لامله وو. لومړی د سیکولري پوړ په لاس کې ټولې ریاستي چارې وې، بل دې مذهبو کې د ټولنیزو چارو د لارښوونې لپاره څوک نه و. دا هغه غټ مذهبونه دي چې د ټولنیز ژوند تېرولو او ریاستي چارو سمبالولو لپاره نظام نه و او نه یې دا کولای شول چې خپلو پیروانو د حکومتي چارو د پر مخ وړلو صلاحیت ورکړي.
سیکولریزم تر هغو غلی وي چې مذهب مداخله نه وي کړې، که مذهب لاسوهنه وکړي، سیکولریزم یې پر وړاندې راپاڅي او خوځښت پیلوي. دوی ته د دین وړه خبره غټ جرم ښکاري. هغه وخت چې په روس او نورو هېوادونو کې اشتراکیت و او خلکو د دین پلوي پیل کړه، ګڼ شمېر کسان ووژل شول او سخت ظلمونه پرې وشول. مذهبي زده‌کړې ناجایزه شوې، عبادت‌خونې وتړل شوې، اشتراکي معاشرت له مذهبه بېل کړل شو، خو په اروپا کې نه یوازې دا چې انفرادي چارو کې د مذهب پاللو ته اجازه ورکړل شوې وه، اسانتیاوې یې هم ورته برابرې کړې وې. مذهب ته د محدود تبلیغ اجازه وه.
خو دلته د اسلام دین او سیکولریزم ټکر شو. اسلام او نور مذهبونه بیخي سره توپیر لري. دا هغه دین دی چې د ژوند هر اړخ په پام کې نیول شوی او هر څه ته قانون لري. دا هغه دین دی چې د ژوند هر لوری، که واده/ کوژده، ټولنیز مسایل، سیاست، سوداګري/ تجارت، د ژوند انفرادي او نورې خبرې دي، یو هم د اسلام له دایرې بهر نه دي.
اسلام ریاست او ولسمشرۍ ته دا اجازه نه ورکوي چې له الله او د هغه رسول نه په سرغړاوي د ژوند چارې وچلوي. اسلام هېڅکله د بل قانون تر سیوري لاندې نشي اوسېدلای.
هغه خپل ټول لارویان یوې ټولنې ته رابولي. هغې ته چې له انفرادي معاملو رانیولې، آن تر ټول ژونده به د الله ج او د هغه د رسول ص په پیروي اسلام د ژوند مکمل نظام ګرځوي. اسلام خپلو لارویانو ته وايي چې که هر چېرې سیکولریزم یې مخ کې ودرېد، په پوره ځواک دې هغه لرې کړي. تر هغو به هڅې کوي، تر څو یې چې ټوله نړۍ کې اسلام نه وي خپور کړی.
اسلام د پادریانو غوندې د انسانانو زړه او فکر نه بندوي، ساینسي څېړنې مني، پر کایناتو او طبیعت ژور غور کول، د ده پټ حقیقتونه رابرسېره کول، پر بېلابېلو مخلوقاتو تحقیق او څېړنه د اسلام فطرت دی. اسلام همدا وايي چې ټوله نړۍ انسان ته پیدا ده، دی دې هغه ځان ته یېل کړي او ګټه دې ترې واخلي. که هندو دی، که مسیحي یا یهودي، کولی شي چې سیکولر شي؛ ځکه هندو مذهب یوازې عبادتي دی, نورې برخې یې نشته او عیسویت اخلاقي دین دی, ټول پر اخلاقو راڅرخي؛ خو اسلام هر. اړخیز دی, یو مسلمان پر یوه وخت سیکولر او مسلمان نشي اوسېدلای. که دا کار وکړي، اړ دی چې د قران/ حدیث له یوې ستر برخې سترګې راونغاړي.
اسلام هغه دین دی چې ډېرې پېړی بریالی پاتې شوی دی. مسلمانانو د نړۍ پر ستره برخه، خورا ډېر وخت حکم وچلاوه. سره له دې چې ډېرې مبارزې ورسره وشوې؛ خو د لارویانو په هڅو یې بیا هم مسلمانان په پښو ودرېدل.
خو ځينې کسان د سیکولریزم په اړه دوې نظریې ورکوي، هغه دا چې دوی وايي سیکولریزم دوه ډوله دی، یو یې بشپړ او بل جزیي.
یو د ژوند بشپړ سیکولر کول چې انسان په بشپړ ډول ځان له دیني فکره باسي او د شیانو له هر ډول تقدیسه لاس اخلي.
دویم جزيي سیکولرول دي. یانې د دین دخالت به د انسان په اړیکو کې را ایسار وي چې فردي/ شخصي اړیکه ورته وايي.
خو سیکولریزم، سیکولریزم دی، نیم او مکمل نه لري. هماغسې چې ډیموکراسي، ډیموکراسي ده، که لږ وي یا دېره؛ خو یوازې څومره والي کې توپیر راځي، په کیفیت خو بدلون نه کوي؛ نو سیکولریزم هم که لږ وي یا ډېر همغه نظام دی چې دی.
سرچینه: ویکیپیدیا اردو

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي