ژباړه: نسیمه محمدي
ځای پر ځای ډېر کېناستل یوه له هغو ستونزو څخه ده چې نن ورځ ورسره بشر مخ دی، دې موضوع څېړونکي اړ ایستل تر څو په دې اړه پراخې څېړنې وکړی او په بشر د ډېرې کېناستلو اغېز وپېژني. په دې مطلب کې ځينې څېړنې چې تر سره شوي دي تاسې ته تشریح کوو.
اوږد مهاله کېناستل او بد اغېز یې
د امریکا په لاس آنجلس (UCLA)د کالېفورنیا پوهنتون یو څېړنيز مرکز کې موندنې ښیي، چې د ډېر وخت لپاره کېناستل، د انسان په مغز، په ځانګړې توګه د حافظې په برخه یې منفي اغېز پرېږدي. د دې پوهنتون څېړونکو د فزېکي فعالیت او (MTL) (هغه برخه چې د نوې حافظې په جوړېدنه کې برخه اخلي) تر منځ اړيکې مطالعه کوي. د (ULCA)د ۳۵ کسانو (۴۵ تر ۷۵کلونو) عمر لري. د هغو ساعتونو تر منځ چې دوی په اونۍ کې ورزش پکې تر سره کوي او یا کېني، تر څېړنې لاندې ونیو او وروسته یې د (MTL) پېړوالې د انځور اخیستلو له لارې د مقناطيسي رزونانس یا MRIپه مرسته اندازه کړل.
د دې څېړنې پایلې د عمومي علومو د کتابخانې په (PLOS) مجله کې نشر شوي، ښایي چې ډېر کېناستل د ډېر وخت لپاره، پرته له فزیکي کار کولو د شخص پواسطه، د MTL د نژدې والي په بڼه دې. د یوې څېړنې پایلې په ۲۰۰ زره کسانو د ۳ کالو په موده کې وښوده چې د مرګ خطر په هغو کسانو کې چې روزانه ۱۱ ساعته کېني نسبت هغو ته چې له ۴ ساعتونو کم کېني ۴۰٪ ډېر دی. ستاسې د کېناستلو سره سم ۹۰٪ د وازګې د تجزیه کولو انزایمونه غېر فعالېږي. د وینې کلسترول او انسولينو فعالیت کم او د وينې فشار پورته ځي، د پښو عضلات د استراحت حالت ته او فشار ټول د څټ په فقرو متمرکز کېږي.
کېناستل د وينې د لخته کېدو په معنا او همدارنګه احتمالي چاقېدلو، شکر او د زړه اړوند ناروغۍ، ستاسې زړه د جدي ګواښ سره مخ شوې داسې چې د زړه په ناروغۍ د اخته کېدو امکان نسبت هغو ته چې لوړ فزېکي فعالیتونه تر سره کوي، ډېر دی. همدارنګه د زیاتې ناستې له امله د کولمو او سینې سرطان احتمال ډېر دی.
خوځښت او حرکت ته د بدن لېوالتیا
کېدای شي همدا شېبه چې تاسې دا مطلب لولئ، ناست یئ، دا چې څو شېبې د دې مطلب لوستلو ته ناست یئ کومه ستونزه نده، خو که ډېر دا حالت دوام وکړي بدن مو ستومانه کېږي. بدن مو په تمه دی چې که تاسې پورته شئ او په خوځښت یې راولۍ. کېدای شي دا ټوکې درته ښکاره شي چې زمونږ بدن ناسته نه خوښوي. یقینا د لنډ وخت لپاره کېناستل کولای شي د انرژۍ د بېرته پوره کېدو، ریلکسېشن او د ستومانیو د کمولو لپاره مرسته کوي، که څه هم د ژوند ځينې مراحل مونږ کېناستلو ته مجبوروي تر څو حرکت وکړو، خو زمونږ بدن داسې ژوند کولو ته نه دی جوړ شوی.
زمونږ په بدن کې ۳۶۰ مفصلونه او د ۷۰ شاوخوا عضلې شتون لري چې ساده او ښه حرکت ته زمینه برابروي. زمونږ د بدن بې جوړې فزېکي جوړښت، مونږ ته اجازه راکوي چې د بدن مخالف جهت ته په پښو ودرېږو، وینه هم د سم دوران لپاره حرکت ته ضرورت لري. عصبي سلولونه د بدن له حرکت ګټه اخلي او پوستکې مو چې الاستکي خاصیت لري، یعنې زمونږ حرکت ته په پام فرم او شکل نیسي. اوس چې مو د بدن هر میلي متر خوځښت ته چمتو دی او تاسې حرکت نه کوئ څه به پېښ شي؟
د زړه ناروغۍ د مېز شاته کېناستلو عمده نښه ده
یو له ډېرو مروج کېناستلو څخه کړوپ او ځوړند کېناستل دي. دا ډول موقعیت نا برابره فشار د ملا په تیر واردوي. د وخت په تېرېدو سره دا کړنه د ملا د مهرو د سولېدو او د ملا د مهرو د دېسک د لرې کېدو سبب ګرځي او په هغو عضلو چې د دې موقعیت د تعادل لپاره دي فشار راځي.
کله چې کېنئ دا کړوپ حالته شکل د سینې خالي فضا هم کموي، یعنې کله چې نفس اخلئ سږي کمه فضا د منبسط کېدو لپاره لري چې دا یوه ستونزه ده ځکه هغه اکسیجن چې وینې او سږو ته ننوځي د لنډ وخت لپاره کموي.
د مېز شاته کېناستلو بل ضرر د زړه ناروغۍ دي، داسې چې د مېز شاته ناست کسان ۶۴٪ سلنه ډېر د زړه ناروغۍ له خطر سره مخ دي، د مېز شاته بې حده کېناستل، ۶ تر ۷ کلونو پورې روغ او سام عمر کموي. حتی ځینو څېړونکو ثابته کړې ده چې د سرطان ناروغۍ په هغو کسانو کې چې روزانه له ۶ تر ۷ ساعتونو پورې د مېز شاته کېني، ډېره وه.
په اوسني وخت کې شاید ډېرې مونږ او تاسې روزانه ۶ تر ۱۵ ساعتونو پورې څوکۍ یا په دې ته ورته څېزونو کېنو او دا کچه دومره ډېره ده چې هېڅ لنډ ورزش نشي کولای د دې پر وړاندې مقابله وکړي، خو د دې سره سره د هغو ناروغیو په وړاندې مبارزه چې د کېناستلو له امله رامنځ ته کېږي محاله نده، د دې مبارزې د پېل لپاره لومړی باید خپل جسمي فعالیتونه په دقت سره وپېژنو.
د هغو کسانو لپاره چې روزانه حد اقل ۶ ساعته یو ځای کېني ( سګرټ یا خاص درمل نه مصرفوي، او نسبتا مناسبه تغذیه لري):
• هر یو ساعت وروسته یوه ربع له ځایه پورته یا اوږد وغځېږي.
• باید روزانه نیم ساعت جسمي فعالیت ولري.
که چېرې وکړای شئ روزانه دغه دوه فعالیتونه تر سره کړئ ډېر به ښه وي، همدارنګه کولای شئ دغه ۳۰ دقیقې په ۱۰ دقیقه یې برخو ووېشئ تر څو له ورځنیو چارو مو شاته پاتې نشئ.