لیکنه: صابر حمیدي
د افغانستان او سکاټلېنډ کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۲ یو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه یې سبا جمعه ماپښین ۲:۳۰ بجې دوهمه یو ورځنۍ لوبه ترسره کیږي.
د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډله اوس سکاټلېنډ کي ده او سبانۍ لوبه د سکاټلېنډ سره د یاد هیواد په کوربتوب ترسره کوي.
د افغان او سکاټلېنډ ټیمونو ترمنځ ټاکل سوې وه، چي پرون چهارشنبه لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره سي، خو د زیات باران له امله یاده لوبه لغوه سوه.
له سکاټلینډ سره تر دې لوبي وروسته افغان لوبډله د ایرلینډ په کوربتوب هم دوې یو ورځنۍ لوبي د ایرلېنډ سره ترسره کوي او له هغه وروسته د پاکستان او انګلستان سره دوې تمریناتي سیالۍ ترسره کوي.
ددې سیالیو موخه د کرکیټ نړیوال جام ته پوره چمتوالی ښودل سوی.
د کرکیټ نړیوال جام د رواني مې میاشتي په ۳۰مه نیټه پېلیږي، چي لوبي يې په انګلستان او ویلز هیوادونو کي ترسره کیږي.
افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جون میاشتي په لومړۍ نیټه د آسټرالیا په وړاندي ترسره کړي.
په دې جام کي ټولو ګډونوالو لوبډلو وار له مخي خپل ۱۵ کسیزه ټیمونه اعلان کړي.
که غواړئ چې پیاوړې حافظه ولرئ، له دې کړنو ځان وژغورئ
ځینې کسان داسې فکر کوي، چې د حافظې د کمزورتیا لامل یوازې د عمر په زیاتوالي پورې اړه لري، حال دا چې دا ستونزه یوازې په ډېر عمر لرونکو کسانو کې نه لیدل کېږي؛ بلکې ... نور ولولئ