په سویلي افریقا کې د کرکټ ۱۲ اوریزه لوبې روانه جولای میاشت پیلېږي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د سویلي افریقا کرکټ بورډ د درو لوبډلو ترمنځ په سویلي افریقا کې د کرکټ نوي فارمټ سیالۍ پلان کړې دي، چې د روانې جولای میاشتې په ۱۸مه نېټه یې د پیل خبر ورکړی.
د تېرې جون میاشتې په ۲۷مه نېټه د سویلي افریقا کرکټ بورډ له لوري د دریو ځايي لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۱۲ اوریزه سیالۍ پیلیدې، خو د کورونايې ګواښونو له امله وځنډول شوې.
د سویلي افریقا کرکټ بورډ په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي وه، چې په دې تړاو ناسته وشوه او یاده ناسته کې دا پرېکړه وشوه، چې دا سیالۍ باید وځنډول شي.
یادي اعلامیې کې راغلې، چې د کورونا له امله دې سیالیو ته چمتوالی ناممکن دی.
خو اوس د چهارشنبې پر ورځ د سویلي افریقا کرکټ بورډ ویلې، چې دا سیالۍ به د روانې جولای میاشتې په ۱۸مه نېټه پيل شي.
96924-south-africa-v-bangladesh-afp.jpg
د سویلي افریقا کرکټ بورډ د خپل هېواد ۲۴ تکړه او نوموتي لوبغاړي په دریو لوبډلو وېشلې دي، چې د لومړۍ لوبډلې مشري کیګزو ریباډا ته، د د دویمې لوبډلې لوبډلمشري کوینټڼ ډیکوک ته او د درېیمې لوبډلې لوبډلمشري بیا اي بي ډیویلرز ته ورکول شوې ده.

د لومړۍ لوبډلې سکواډ

ریباډا، ډوپلېسیز، کریس موریس، تبریز شمسي، ریضا هنډریکز، جانیمن مالان، هینریچ کلاسان او ګلینټن سټورمان.

د دویمې لوبډلې سکواډ

ډیکوک، ډیویډ مېلر، تیمبا بووما، انریچ نورتي، ډیوان پریټوریس، بوران هنډریکز، جي جي سموتز او لوتو سیپامالا.

د درېیمي لوبډلې سکواډ

ډیویلرز، ایډین مارکرم، لنګي نګدي، انډیل پیهلوکوا، راسي وان ډر ډوسن، جونیر ډالا، کایل ویراین او سیسانډا مګالا.
د دې سیالیو موخه د مرستو راټولول او لوبغاړو ته د تمرنیونو زمینه برابرول دي.

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.