افغانستان سیاست نړۍ

د ثور اومه که دوهمه کربلا؛ د انتظار خادم تحلیلي لیکنه

لیکنه: ياران

په ۱۹۷۶ او ۱۹۷۷ کلونو کې، هغه وخت چې مجید کلکاني شمال د ترور او مرګونو قبرستان ګرځولی وه، ناڅاپه ووژل شو. ورپسی د اریانا الوتکې پیلوټ انعام الحق د کابل په ښار کې بی نومه قاتلانو وواژه. بیا د داود خان د پلان وزیر خرم د لغمان اوسیدونکې مرجان وواژه. داود خان هم خپل نژدی ملګری شیراغا له لاسه ورکړ. برسیره پردی، د کابل په قلعه زمان کې هم ۵۰۰ مړي چې په وهلو یې ساګانی ویستل شوی وی، پیدا شول. داود خان دغه بغرنج حالت ته په غټو غټو کتل مګر دا چې په دولتی دستګاه کې یې له ۵۰ سلني زیات د خلق او پرچم استازي وو، د وضعیت سراغ تری ورک وو.

لسګونه کاله پخوا لا نړۍ د افغانستان په قضایاو کې دخالت پیل کړی مګر دا ګړۍ تر بل هر چا زیات په کابل کې د شوروي سفیر ابلوف چې وروسته یې بیا د پرچمیانو په دولت کې تر بل هر چا زیات صلاحیت درلود، ګوته نیول کېده. شوروي غوښتل ترڅو اوبه خړی کړی او ماهیان ونیسي. دوی غوښتل په دی ډول د افغانستان وضعیت تر هغی کچې خراب کړي چې افغان ولس بل هر ډول اوښتون ته تیار شی او په خپله خوښه ورته لبیک ووایي.

هغه وخت چې میر اکبر خیبر په رڼا ورځ په کابل کې ووژل شو، نو په حقیقت کې ددې د دوزخي اور ننداره پیل شوه . دا وخت د 1978 کال د اپریل ۱۷ نیټه وه.

کله چې ایران ته د داود خان له سفره وروسته د ایران شاه د افغانستان لپاره دوه ملیارده دالره مرسته ومنله، شوروي په پوره دقت افغانستان څاره. داود خان د مصر، سعودی، کویټ او لیبیا له سفره وروسته سمدستی په هرات کې مهمه وینا وکړه، نه یواځی دا چې پرچمیان یې د هیواد په ورانولو تورن کړل بلکي له هغی وروسته یې په ډیره تیزۍ د حکومتي دستګاه نه د خلق او پرچم استازی وویستل. پرچمیان هم کرار پاتی نه شو او د شوروي په مرسته یې دواد خان تورن کړ چې ګواکې بی قید او شرطه لویدیځ ته نږدی شوی او د هیواد د ملی هویت د خرڅلاو پلان لري.

هغه وخت چې میر اکبر خیبر ووژل شو، نو هر سالم عقل پوهیده چې د شوروي سفیر ابلوف د ببرک کارمل د خوښۍ لپاره نوموړی وواژه مګر پرچمیانو د کې جی بی په مرسته په داود خان تور پوری کړ چې میر اکبر خیبر د داود خان د کېنې ښکار شو. هغه مهال چې زرګونه کسانو د خیبر په جنازه او فاتحه کې برخه اخیستله، د داود خان تر ټولو لویه اشتباه د پرچمیانو د ډراماتیکې نندارې په وړاندې د سخت غبرګون ښودل وو چې په اور یی د نورو تیلو د اضافه کولو مفهوم درلود.

داود خان د اپریل په ۲۵ نیټه د خلق-پرچم ګوند6 تنه مشران یعني نور محمد ترکې، داکتر شاولی، دستګیر پنجشیری، عبدالکریم شرعي جوزجانی، او ضمیر ساپی، د هیواد سره د خیانت په تور ونیول، کارمل شوروي ته وتښدید، او امین په کور کی بند کړای شو او له هغه ځایه یی د کودتا لارښونه ورکوله. هغه وخت چې داود خان د خپلی کابینې سره د اپرایل په ۲۷ نیټه د بندیانو د برخلیک په اړه مجلس کاوه، نو اسلم وطنجار لمړي ګوزار په ارګ او دفاع وزارت وکړ او نور نو د مرګونو لړۍ پیل شوه. دا په نظام کې د روسانو د ۳۰۰ سلاکارانو د نقش تاثر وو چې داود خان ناببره راپریوت او د خپلی کورنۍ د ۳۰ غړو سره د مرګ ښکار شو. دواد خان د خپل حکومت په وروستیو کې د پاکستان سره اړیکې نرمي کړی، منځنی ختیځ ته یې سفرونه وکړل او دا چې په همدغه کال کې د جیمی کارتر په بلنه امریکا ته روان وو، هیڅکله د روسانو په زړه نه ځایېدل نو ځکه یې د حل یواځینۍ لار د نوموړی له منځه وړل لیدل. روسانو دا هر څه په پوره دقت څارل او شیبه په شیبه د خپل پلان د تطبیق مرحلی ته نږدی کېدل.

سید انتظار خادم

د سیاست د علم د مطالعی وروسته د ثور د حادثي په پیښدو کې داود خان یو لړ غفلتونه ددی باعث شول چی ناڅاپه د مرګ کومی ته پریوت. غواړم په لنډ ډول ورته اشاره وکړم:

1. د نظام د استخباراتي اداري د مامورینو په اړه خورا لږ معلومات درلودل.

2. د امنیتي اوضاع په اړه ناسم معلومات. د حکومت په وروستیو میاشتو کې ټول تخریبي حرکتونه د نوموړی پر ضد مهندسی کېدل مګر داود خان د هغه وخت په اصطلاح، د اخوانیانو د قیام په انګیزه بوخت ساتل شوی وو.

3. هغه وخت چې یې روسيي ته سفر وکړ نو بی ځایه د احساساتو ښکار شو او د برژنیف سره یې په ډیره څرګنده او عنادي ژبه ټکر راغي. دا لامل شو چی روسانو خپل پلان تر پخوا ډیر چټک کړ.

4. نوموړی بی حده زیات د هیواد په رغاویزو کارونو بوخت شو او د پردي تر شا قیامونه یې له یاده وتلی وو.

5. بی له دی چې د منځني خیتځ، پاکستان او ایران ملموس ملاتړ تر لاسه کړی، د هیواد دننه او بهر دښمن سره عملآ لاس او ګریوان شو. په یوه وخت کی د پټ او ښکار دښمن ښکار شو.

دا هغه تاریخي شیبي وی چی داود خان د هیواد د بسیا کولو په فکر کی ډوب وو او دښمن یی د نوموړی د مرګ په فکر کی. داود خان په پراخه افغاني مینه د وطن بیا رغونی ته ملا تړلی وه مګر د ثور کودتاچېانو یې ارمانونه وتروړل.

کودتا وشوه، داود خان ووژل شو، نور محمد ترکې (خلق) جمهور ریېس او د انقلابي شوری ریېس، ببرک کارمل (پرچم) د جمهور ریېس مرستیال، صدر اعظم او انقلابي شوری مرستیال، حفیظ الله امین (خلق) د صدراعظم مرسیتال او د بهرنیو چارو وزیر شو. لنډه دا چې ۱۳ وزارتونه خلق او ۸ وزارتونه پرچم ډلی ته ورسیدل مګر لا ورځی تیری نه وی چې رقابتونه پیل شو.

حفیظ الله امین خپل استاد او د هغه په اصطلاح، د قرن نابغه او د شرق ستوری وواژه. امین دری میاشتي سلطنت وکړ او بیا روسانو د ببرک کارمل په سلا د ۱۹۷۹ کال د دسمبر په ۲۷ نیټه د خپلو ۲۰۰۰ ساتونکو سره له منځه ویوړ. روسانو په افغانستان یرغل وکړ، د امریکایانو، ملګرو ملتونو او نړیوال ایتلاف غوا لنګه شوه او د ویتنام په غچ اخستلو یې پیل وکړ.

د ۱۹۸۰ کال د جنوری په ۳ جیمی کارتر د روسیې سره د سالت تړون معطل کړ، د جنوری په ۷ د امنیت شوری ۱۳ غړو د روسانو د یرغل تقبیح وکړه، د جنوری په ۱۴ نیټه د ملګرو ملتونو د ۱۸۰ هیوادونو له منځه ۱۰۴ هیوادونو د روسانو د بیرته وتلو وړاندیز وکړ، د جنوری په ۱۵ د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له کمپونو لیدنه وکړه، د جنوری په ۲۱ نیټه د اسلامی هیوادونو کنفرانس دایر شو او د روسانو په وړاندی د جهاد اعلان وشو، د فبروری په ۳ نیټه اسیایې بانک په افغانستان خپلی مرستی بندی کړی، او د همدغه کال په نومبر کې د جیمی کارتر ځای ناستی رونالد ریګن ولسمشر شو.نوموړی نه یواځی د شوروي په پرځولو کې لوی نقش ولوبوه بلکې د نجیب دولت یې هم له منځه ویوړ.

د ۱۱۰ نه تر ۱۳۰ زرو شوروي عسکرو په هیواد یرغل وکړ مګر د خلق او پرچم د ویجاړیو تر څنګ د جهاد سپیڅلو مشرانوهم د هیواد د عفت لمن وڅیرله. په دی موده کې د افغانستان صنعت، زراعت او دولت له منځه لاړ. که له یوی خوا ۱۴۵۰۰ شورويان ووژل شو او ۹۵ ملیارده خساره یې ولیدله نو افغانستان ته هم سلګونه ملیارده ډالر مادی او معنوی تاوانونه ورسیدل او بیا ځل د قرون وسطی زمان ته ولاړ. د روسانو د یرغل او په راوروسته کلونو کی د چرګو له هلګیو نیولی بیا تر انسانه شیان غلا کېدل، د خلکو په سرونو میخونه ټکوهل کیدل، ۱،۵ ملیونه افغانانو وژل کیدل او د ۵ ملیونه خلکو کوچیدل د ورځی معمول جوړ شو.

مالی پرنسیپ/احصاییه ښایي چې په یوه ډالر وران شوی ځای ۱۰ ډالرو ته اړتیا لری چې بیا ورغیږی نو ځکه د روسانو ۹۵ میلیارده او د امریکا او عربستان ۶۵ میلیارده دالر چې د هیواد په ورانولو کې لیګیدلی دی، اوس ۱۶۰۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده چې افغانستان پری ورغیږی. دا چې نه دا ډول امکانات شته او نه هم فرصت، ځکه نو ویلی شو چې له هره اړخه د ثور د کودتا تاثرات لایتنهایې او نه جیرانیدونکې دی. دا په حقیقت کې د یوه لوی قیامت پیلامه بلل کېدای شی.

نامتو لیکوال محمد ابراهیم عطایي لیکي چې پدی جنګ کې دومره افغانان ووژل شو که جمجمي یې یو له بله سره پیوسته کېښودل شی نو ۵۰۰ کېلو متره واټن به ونیسي. د ایران او عراق په ۱۹۸۰-۱۹۸۸ جنګ کې په ۳۰ ایرانیانو کې یو تن تلف شوی، د شوروي او المان په جنګ کې د هرو ۱۰ نفرو څخه یو تن وژل شوی خو په افغانستان کې په هرو ۵ افغانانو کې یو تن ژور مالی او ځاني تاوان لیدلی. لنډه دا چې د هیواد هره لویشت ځمکه د توپک په مرمۍ او یا د افغان په وینه ګرمه شوی او لمده شوی.

له هغی ورځی وروسته چې خلق او پرچم د شورويانو په مرسته داودخان د ویرجنی کودتا په ترڅ کې راوپرځوه نو سهار او ماښام مو په مړو پیل او پای ته رسیږی. د ۱۹۹۲-۱۹۹۴ کلونو ویر به څوک هیر کړی او تر هغی وروسته د ۲۰۰۱ کال پوری د افلاس او غربت کلونه به مو هم ټول عمر ساه په سلګو وباسي. دا چې د نړۍ د مداخلی لپاره د ثور اومې نیټې ور پرانست نو دادی لسګونو غربي هیوادونو هم زمونږ په هیواد کې بخت وازمایه او اداری فساد، وژنی او بی پایه جنګ یې په میراث پریښود.

دا چې د ثور ۷ نیټې بی وزلی کړو، اقتصاد یې رامات کړ، ویې ویشلو، کرایه شوی قاتلان یې راځنې جوړ کړل، د هیواد مینه او افغاني انګیزه یې رانه وتړوله نو ځکه باید اوس لسګونه لسګونه کلونه د قدرت د وږو انسانانو د دوزخي حرص قیمت اداء کړو.

سره ددی چې د هیواد راتلونکې خوره مبهم او د زورورو په لاس کی پری وتی دی مګر ځوان نسل یواځی ددی سرطان د درمل توان لری. هیله ده مونږ ځوان کهول په پوره هوښیارتیا د تاریخ له پاڼو زده کړو، د راتلونکې په اړه فکر وکړو او د هیواد واګی په لاس کې واخلو.

په پای کی د جنګ کرایه شوی واکدار ته:
نور جنګ بس دی. نوره می حوصله ختمه ده. نوری می اوښکې وچې دی. هره کوڅه مو له یتیمانو ډکه ده. په هر کور کې د شهید انځور ځوړند دی. اخر ولی؟ په کومه ګناه می وژنې؟ ایا ته به هم په سینه کې زړه لری؟ هو. لری به یې مګر د ظلم، بربریت، او وحشت نه به ډک وی کنه ډیر ژر به دی د بی وزله افغان په وژنه زړه یخ شوی وی. په هر حال، نور زما د تور سرو د زړه زور اوبه شوی او زولۍ درته غوړوي چې نور د خپل هیواد ویجاړولو او د خپل افغان ورور وژلو ته بس ووایه.

د ودان افغانستان په هیله

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران