ژباړه: بشر دروېش
په ورځینیو لګښتونو او امتیازاتو کې مالي سپما د نننيو انسانانو لپاره د شخصي ژوند په مدیریت کولو کې یوه مهمه موضوع ده.
دا موضوع په عین حال کې ستونزمنه هم ده؛ په خاص ډول هغو کسانو ته چې لږ معاش لري او دغه معاش یې اېله په سختۍ سره د ژوند ورځیني مصارف تامین کړي.
دلته به پر هغو لارو چارو وغږیږو، چې له لږ معاش سره د مالي سپما په برخه کې مرسته درسره کوي.
کورنی مشارکت او ګډه اراده
د سپما بحث یوازې د کور مشر یا عاید لرونکي کس پورې نه محدودیږي؛ د کورنۍ ټول غړي باید په دې توافق او ګډ کار وکړي، چې دوی مالي سپما ولري.
که داسې مشترکه اراده او ګډې هڅې موجودې نه وي ممکنه نه ده، چې یوه کورنۍ هغه هم په لږو عوایدو کې چندانې سپما وکړای شي.
ګډه اراده هغه وخت عملي کیږي،چې د کورنۍ ټول غړي خپل لګښتونه او غوښتنې کنټرول کړي.
تاسې که لږمعاش لرئ، لومړی له کورنۍ سره وغږیږئ، چې مالي سپما ته اړتیا ده او دا کار باید د ګډې همکارۍ له لارې ترسره شي.
د لګښتونو لیست برابر کړئ
د لګښتونو لیست کول د سپما لپاره یو اساسي بحث دی. تاسې باید د لیست له مخې پوه شئ، چې د میاشتې څومره لګښت لرئ.
لیست لرل ستاسې لګښتونه منظموي، کنټرولوي او د بې ځایه او زیاتو لګښتونو مخه نیسي.
د احساساتو او لوږې پر وخت څه مه پېرئ
هغه وخت چې ډېر خوشاله یاست یانې احساساتي یئ، سودا اخیستو ته مه ځئ.
په دې وخت کې کیدای شي اولادونو او د کور نورو غړو ته بې ضرورته ډالۍ واخلئ، چې اقتصاد ته مو تاوان رسوي.
د لوږې پر وخت هم احتیاط وکړئ، کیدای شي په دې وخت کې زیات څه وپېرئ او دا مو اقتصاد ته په تاوان تمام شي.
هرڅه ته بودیجه ځانګړې کړئ
د هرې اړتیا د پوره کولو لپاره باید لازمه او حد اقل اختصاصي بودیجه ولرئ.
مثلاً: روغ رنځور، مړی ژوندی، تفریح او داسې نور شیان. ډېرې دې نه وي، د حد اقل په سطحه یو څه پیسې باید درسره ځانګړي ولرئ، چې د عاجل ضرورت پروخت کار ترې واخلئ.
که داسې منظمه بودیجه بندي ونه لرئ او یو ځل مو زړه تنګ شي، کیدای شي په تفریح او سیاحت زښت ډېر مصرف درڅخه وشي.
مګرکه خاصه بودیجه ورته ولرئ، کیدای شي، چې مصارف مو کنټرول او ستاسې له سویې سره برابر وي.
نورو نه مرسته وغواړئ
د اقتصادي چارو له کارپوهانو دوستانو او یا هم نورو مجربو خلکو څخه وپوښتئ، چې څنګه د خپلې مالي سپما وضعیت ښه کولای شئ.
دا موضوع عیب نه ده، یو ښه کار دی.
په دې برخه کې هغه غلط ټولنیز باورونه له ذهنه وباسئ، چې ګواکې سپما تاسې کنجوس ښيي.
پر ارزان بیه شیانو تکیه مه کوئ
ځینې شیان لکه: د کور لوښي، د پوښاک او نورو وسایل که ارزانه دي، خو دایمي نه دي.
دا شیان که په ارزانه اخلئ، دا ومنئ چې زر به له منځه ځي او تاسې به یې نوي کولو ته اړوځئ.
د دې لپاره، چې زیات تاواني نه شئ، د مناسب قیمت لرونکي خو ښه شیان درته واخلئ.
خیال پلوونه پریږدئ
ځینې نورو نه زر متاثره کیږي. د چا له موټره متاثریږي، د چا له کوره، د چا له جامو او د چا له نورو شیانو.
دا یې خیالات خرابوي او مجبوروي یې، چې بې ځایه لګښتونو ته مخ واړوي.
تاسې هڅه وکړئ، چې له دغو خلکو څخه ونه شمېرل شئ.
سربېره پردې دا لاندې ټکي هم په پام کې وساتئ:
ـ بې ځایه او بې ضرورته هر شی مه بیه کوئ. کیدای شي پلورونکی مو په بیه کې ونیسي، ستاسې په خوښه بیه باندېیو شی درباندې خرڅ کړي، چې دا به بې ضرورته او اضافي مصرف وي.
ـ خپل ورځیني لګښتونه یاداشت کړئ، څو وپوهیږئ چې څومره پیسې مو په څه باندې ولګیدې. دا ستاسې د حساب ورکونې، با مسولیت والی او شفافیت کار پياوړی کوي.
ـ د سودا اخیستو پر وخت قیمتونه مقایسه کړئ. له مقایسې پرته ممکنه ده، چې په لوړه بیه څه واخلئ او تاواني شئ.
ـ په چنې وهلو بد نه ښکارئ، کومه بیه چې پلورونکي درته وایي په هماغو څه مه اخلئ.
ـ د مالي سپما لپاره مو موخې وټاکئ. موخې ټاکل د سپما د پياوړتیا انګېزه درکوي او هڅوي مو چې حتماً پیسې زېرمه کړئ.
ـ د سپما لپاره لومړیتوبونه هم وټاکئ، څو پوه شئ چې کومې پیسې چېرته ډېر درته په کاریږي او باید ورته ځانګړي یې کړئ.