هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .

سعودي پولیسو د هغه سړي مخه ونیوله چې کعبې ته نژدې یې ځان سوزوه

د سعودي عربستان رسنۍ وايي، امنیتي ځواکونو د هغه کس مخه نیول چې پر ځان یې تیل اړولي و او غوښتل یې د کعبې شریفې تر څنګ ځان ته اور واچوي.

پولیس وايي، دا سړي یې چې رواني ناروغ ښکاریده د سه شنبې په ورځ مخکې له دې چې ځان ته کعبې شریفې سره نژدې اور واچوي ونیوه.

د سعودي رسنیو د ځانګړو پولیس ځواکونو د یو چارواکي راعد سامح السلامي له خولي ویلي، نیول شوی کس د سعودي تبعه دی، څلوېښت کلن دی او وروسته له هغې ونیول شو چې پر ځان یې تیل واړول.

نوموړې ویلي، نیول شوی کس رواني ناروغ ښکاري او یوازې څو شیبې مخکې له هغې ونیول شو چې نژدې وو د کعبې شریفې تر څنګ ځان وسوزوي.

په ټولنیزو رسنیو کې ددې پېښې له یوې خپرې شوې ویډیو ښکاري چې امنیتي ځواکونه یوکس له کعبې شریفې لرې کش کوي.

یو عیني شاهد ویلي چې مشکوک کس لومړی پر ځان تیل واچول، خو شا او خوا خلک د تیلو بوی شکمن کړل او مخکې له دې چې اور ولګوي خلکو ونیوه او امنیتي ځواکونه هم په بیړه ورورسیدل.

د سعودي پولیسو ټینګار کړی چې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره یې د کعبې شریفې شا او خوا امنیتي تدابیر زیات کړي دي .

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */