مارچ 2, 2021

زندانیانو په زندان کي د شطرنج نړیوالي سیالۍ ترسره کړې

د روسیې د زندانیانو لوبډلي د زندانیانو ترمنځ د جوړو سوو نړیوالو شطرنج سیالیو اتلولي خپله کړه.
د زندانیانو ترمنځ د شطرنج دا نړیوالي لوبي د ۷ هیوادونو ترمنځ د امریکا شیکاګو ښار په کوک کانتي زندان کي د زندانیانو ترمنځ ترسره سوې، چي پکښي روسي زندانیانو لومړی مقام خپل کړ.
روسیې یاده اتلولي د ۲۲،۵ نمرو په خپلولو سره ترلاسه کړه.
په دې سیالیو کي د روسیې سربېره د کوربه آمریکا، آرمنستان، بلاروس، انګلستان، برازیل او ایټالیا هیوادونو څخه د شطرنج زنداني لوبغاړو ګډون کړی وو.
د یادو هیوادونو څخه ۱۲۰ زندانیانو یو د بل په وړاندي د شطرنج سیالۍ ترسره کړې.
د دې ۱۲۰ تنو لوبغاړو له ډلي ۱۵ تنه تکړه لوبغاړي غوره سول، چي یاد لوبغاړي به په راتلونکي کي په لوړه سطحه لوبي ترسره کړي.
د زندانیانو ترمنځ دا لومړی ځل ندی دی، چي د شطرنج نړیوالي لوبي ترسره کیږي.
تر دې مخکي په ۲۰۱۳، ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷م کلنو کي هم د زندانیانو ترمنځ د شطرنج لوبي ترسره سوي وې.
د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۶ کلنو لوبي په روسیه کي، خو د ۲۰۱۷ کال سیالۍ بیا په برازیل هیواد کي ترسره سوې.

نن د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کاله پوره شول

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن “دوشنبه” د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کلونه پوره او دا سلمه کلیزه به په ګډه ونمانځي. رسنۍ وایي، چې د ترکیې د بهرنیو ... نور ولولئ