افغانستان اقتصاد

افغانستان او د څړځایونو د بیارغونې له لارې د مالدارۍ ودې ته زمینه برابرول

لیکنه: ياران
رپور: مهرداد احمدي
ژباړه: جمعه‌ګل اشرفی
بزګر (دهقان) اوونيزه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په دې وروستیو کلونو کې د مالدارۍ وضعیت د ښه کولو او اقلیمي بدلونونو منفي اغېزو سره د مبارزې په پار د څړځایونو د بیارغونې له لارې ستر پروګرامونه پلي کړي دي.

څړځایونه په هېواد کې د مالدارۍ یو له مهمو عواملو شمېرل کیږي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د څړځایونو د ریاست د شمېرو له مخې افغانستان ۳۰.۱ میلیون هکټاره څړځایونه لري. د یادې شمېر پر بنسټ، د افغانستان نږدې ۴۷ سلنه خاوره څړځایونه دي. خو، په نمجنو څړځایونو کې د څارویو څرول، په څړځایونو کې له اندازې زیاد څاروي څرول، د څړځایونو د اړوندو سیمو بوټې شکول، پرله پسې وچکالۍ، روانې شګې، دغه مهمې سرچینې ته د خلکو نه پاملرنه، سېلابونه او لسګونه نور عوامل ددې لامل شوي، چې څړځایونه تخریب او یا له منځه لاړ شي.

په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ددې لپاره، چې د څړځایونو د تخریب مخه ونیسي او بیایې ورغوي، په همدې موخه د څړځایونو د تنظیم له لارې هرکال؛ په څړځایونو کې د څارویو د تغذیې په پار د علوفې تخمونه له ډېلې للمي رشقې کرل، د څړځایونو د بیارغونې په پار د څړځایونو ټولنې جوړول، د څړځایونو خوندي کول، د طبي نباتاتو انجې او شیرین بویې د تخریب شویو سیمو بیارغونه، د څړځایونو د بیارغونې او د نیالګیو په کېنولو سره د دښتو د پراختیا مخنیوی، د څارویو د څړځایونو د تناوب تنظیم، د ګیاوو د بیاځلې ودې په پار د یوشمېر څړځایونو بندول، د څړځایونو په خوړونو کې د چکډمونو په جوړولو سره د خاورې ساتنه او د اوبو کوچنیو بندونو د جوړلو له لارې پراخ پروګرامونه پلي کوي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وازرت په ۱۳۹۷یم کال کې، وتوانېد چې ۱۱۴۰ هکټاره څړځایونه بیا ورغوي او خوندي کړي. دغه راز په همدې کال کې د طبي نباتاتو د سیمو اړوند ۱۱۰ هکټآره ځمکه هم بیارغول شوي او خوندي شوي دي. د ۲۱۶ هکټار روانو شکو تثبیت او په ۱۶ هکټاره ځمکه کې د علوفې تخم او د قلمو تولید هغه کارونه دي، چې په ۱۳۹۷یم کال کې د څړځایونو د وضعیت د ښه کولو په پار تر سره شوي دي.

دغه راز په ۱۳۹۸یم کال کې هم د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې  د علوفې د کرکېلي او د څړځایونو د ټولنو په جوړولو سره ۶۰۲ هکټاره څړځایونه بیارغول شوي او خوندي شوي دي. دغه راز د سمنګان، بغلان، تخار، بلخ او جوزجان په ولایتونو کې د انجې تخم د کرلو او د شیرین بویې د قلمو د کېنولو په پار په ۲۵۰ هکټاره ځمکه کې ۲۵۰ زره غوچوړې کېندل او په هرات او بدخشان کې په ۱۰۰ هکټاره ځمکه کې د زېرې کرکېله هم په هېواد کې د څړځایونو د وضعیت د ښه کولو په پار د کرنې وزارت په برنامو کې شامل دي.

ټاکل شوې، چې روان کال هم په بېلابېلو ولایتونو کې د څړځایونو اړوند شپږ زره هکټاره ځمکې خوندي او ورغول شي.

دایکندي د هغو ولایتونو په ډله کې ده، چې تر ټولو ډېر څړځایونه لري. خو په دې وروستیو کلونو کې ددې ولایت د څړځایونو ډېری برخه تخریب شوي او په ورته وخت کې ددغو څړځایونو د بیارغونې چارې پیل شوي دي.

د دایکندي ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالواحد فیروزي وایي:

«یاد ولایت ۱۲۶ زره هکټاره څړځایونه لري، چې له دې ډلې یواځې ۲۴ زره او ۶۰۰ هکټاره یې د ګټې اخیستنې وړ دي او ۱۰۱ زره او ۴۰۰ هکټاره نور یې تخریب شوي دي.»

د دایکندي دکرنې رییس وویل، چې په دې ولایت کې د څړځایونو د بیارغونې په برخه کې له دې ادارې سره درې موسسې همکاري کوي. د «راما» پروژه، چې د «افغان ایډ» موسسې له خوا پرمخ وړل کیږي، د څړځایونو د وضعیت ښه کولو او بیارغونې په پار پنځه کلن پلان لري.

هغه وویل:

«د «راما» پروژه، چې له ۲۰۱۹ام کال څخه فعالیت پیل کړی، ټاکل شوې، چې تر ۲۰۲۱ام کال پورې په دایکندي ولایت کې ۱۵ زره او ۴۴۰ هکټاره څړځایونه بیاورغوي. د «راما» پروژه پنځه کلنه پروژه ده، چې ۵.۹ میلیون ډالر بودیجه لري. دغه بودیجه د سویس دولت له خوا ورکول کیږي.»

عبدالواحد فیروزي وویل، چې د «افغان ایډ» موسسې ترڅنګ د «اکسفام او آغاخان» موسسې هم په دایکندي کې د څړځاینو او ځنګلونو د بیاروغونې او تنظیم په پرخه کې فعالیت لري. هغه دغه راز وویل، چې د دایکندي دکرنې ریاست ددې ولایت په ولسوالیو کې د ځنګلونو اوڅړځایونو د خوندي کولو په پار ۵۰۰ داوطلب همکاران هم لري. د ښاغلي فیروزي په خبره دغه داوطلبان مسوولیت لري، چې ددې ولایت د ځنګلونو او غرنیو بوټو د پرېکلوو او د وحشي ژویو د له منځه وړلو مخه ونیسي. دغه داوطلبان په هر کلي کې د پراختیایي شورا له خوا ملاتړ کیږي او تر دې دمه توانېدلي دي، چې د ځنګلونو او غرنیو بوټو د پرېکولو او د وحشي ژویو د ښکار کولو مخه ونیسي او عاملان یې عدلي او قضایي بنسټونو ته ور وپېژني.

د دایکندي دکرنې رییس دغه راز وویل، چې په دې ولایت کې د څړځایونو بیارغول او تنظیم د مالدارۍ د وضعیت په ښه کولو کې مرسته کړې، خو ددې ولایت مالدارۍ اوس هم په دودیزه بڼه ده، سوداګریزه مالدارۍ ډېر لږ دود شوی او ډېری کورنۍ یوازې د خپلو کورنیو داړتیاوو پورکولو په پار څاروي ساتي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ