افغانستان سرسکالو سوله سیاست کلتور او هنر

د دانش خبرو ته غبرګونونه؛ څه یې ويلي، داسې څېرې ولې پاروونکې خبرې کوي او موږ بايد څه وکړو؟

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

د افغانستان د جمهوري رياست د لومړي مرستيال سرور دانش وروستيو خبرو تاوده غبرګونونه راپارولې دي.

افغان ټولنيزو شبکو کې د هغه خبرې غندل شوي او دا يې د افغان تاریخ سپکاوی بللی.

دانش څه ويلي؟

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون ورځ بامیان ته تللی و. له نوموړي سره په دې سفر کې د نورو مسوولينو ترڅنګ د هغه دویم مرستیال سرور دانش هم وو.

ښاغلي دانش ددې سفر په ترڅ کې د خپلو خبرو پرمهال ويلي چې ۲۳۰ کاله سدوزیانو او محمدزیانو پر افغانستان له دیکتاتورۍ ډک حکومت وکړ.

د هغه پر رسمي فیسبوک پاڼي دا خبرې تر اوسه هم شته، لینک:

 

دانش زیاته کړې:

«د طالبانو حاکمیت او تېر ۲۳۰ کاله سره ورته وو چې یوې وړې قبیلې پرخلکو حاکمیت درلود.»

د خلکو غبرګونونه

د ښاغلي دانش دې خبرو پر افغان خواله رسنيو تاوده بحثونه او نېوکې راپارولې دي.

خلکو پر نوموړي نیوکې کړي چې د افغانستان تاریخ او یوه ستر قوم ته یې سپکاوی کړی.

دلته یې د ځینو نظریات راواخلو چې پر همدې پلمه یې پر بېلابېلو خواوو نظرونه خپاره کړي دي:

محب زغم:

«امان الله خان غلامي لغوه کړه او د هېواد ټولو اتباعو ته يې مساوي حقونه ورکړل.
# دانش # تاريخ # استبداد.»

پخواني چارواکي او سياسي شخصيت ډاکټر اکرم خپلواک ليکلي:

«د افغانستان څو زره کلن تاریخ خپلې لوړې،ژورې لری. مو‌‌ږ د تاریخ په او‌ږدو کې یوه ولسواکه ټولنه و. تر ننه پوری دا ارږښت زمونږ کلیو او بانډو کې ژوندی دی. افغانی ټولنې هیڅ وخت استبداد نه دی منلی. د ښاغلی دانش څرګندونې په داسې حساس پړاو کې چې موږ تر بل هروخت سولې او ملي يووالي ته اړتیا لرو،د ملت د غوښتنو او ملی کټو سره اړخ نه لګو. دولت باید د ارږښتونو د ساتلو سنګر وي، نه د نفاق د خورولو.»

عبدالوافې نايبزی ليکي:

«د ولس‌مشرۍ ماڼۍ د دویم مرستیال څرگندونې بېخي خپه‌کوونکي دي؛ دا د اتفاق وخت دی، د یو بل منلو وخت دی، په داسې حساس وخت کې چې د سدوزیانو ۲۵۰ کاله پاچایي د تالبانو له نظام سره یو ډول بولي؛ په لوی لاس Talibanization ته لاره برابرول دي. یو لوی قوم ته سپکاوی دی، د تاریخ مسخه کول دي، له افغانستانه انکار کول دي.
ښاغلی سرور دانش باید ځواب ووایي؛ یو څوک چې د عدلیه او حقوقو برخو کې له یو دوکتور هم ډېر علم او تجربه ولري، هېڅ‌کله دا ډول څرگندوونې په ناپامۍ کې un-intentionally نه‌کوي؛ تر شا یې حتماً څه لري.
بیا له خپلې رسمي پاڼې د وینا هماغه ډول دویم ځل نشرول، بیا گناه کول دي او بیا یو لوی ټبر ته سپکاوی دی.»

ګل اغا شیرزی ليکي:

«د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش وروستۍ غیر مسولانه څرګندونې چی د تیر ویاړلی تاریخ په هکله یی کړیدی په کلکو ټکو غندم او د قوم او میړنۍ افغان ولس سره د مشوری وروسته به خپله وروستۍ تصمیم د قدرمنو هیوادوالو سره شریک کړم»

حبیب حسن ليکلي:

«گر من بد کنم و تو بد مکافات دهی
پس فرق بین منو تو چیست, بگو?
………….
ملگری حق لري چې د دانش صیب په خبرو باندې نیوکه وکړي او ښه په کلکه نیوکه پرې وکړي..او واضح موقف ونیسي…
خو یو څه مو هیر نشي چې نیوکه د رغاوي لپاره وي…نو لطفا تاسو له ځان څخه دانش مه جوړوئ…..
کنه نو بیا ستاسو او د هغه توپیر څنګه وکړو?!🙏🙏»

ولې داسې پاروونکې خبرې؟

سرور دانش چې هزاره توکمه دی دا دوېمه چې د ښاغلي غني دوېم مرستيال په حيث د حکومت لوړپوړی چارواکی دی.

هغه په حقوقو کې ستر نوم لري او ترڅنګ د منځ لاري سیاستوال په توګه مشهور دی.

خلک وايي ښکاري چې ښاغلي دانش دا خبرې په شعوري ډول سره کړي چې پارونکي شي.

خو له بله پلوه خلک پر نوموړي نیوکه کوي چې سره له دومره نومه، تجربې او زده کړو نوموړي بیا هم افغان تاریخ، خلکو او حساسیتونو ته پام نه دی کړی او داسې له سپکاوي ډکې خبرې یې کړی دي.

ولې باید داسې خبرې ونه شي؟

افغانستان يوهه حساس پړاو کې قرار لري. د هېواد دوښمنان هره ثانیه په تمه دي چې ډ افغانانو ترمنځ د بې اتفاقۍ ټکي پېدا کړي او کار پرې وکړي.

اوس چې د سولې مسله روانه ده نو پر اوس مهال داسې خبرې به زهرو سره نیږدې دي. ځکه په دې قومي لانجو ته لار هواریږي او دښمنان هڅه کوي چې خلک سره په تفرقه کې واچوي.

نو پر همدې اساس باید ښاغلی دانش له ټول افغان ملت بخښنه وغواړي، او منتقدین باید سالمه نیوکې وکړي، نه د چا قوم، تاریخ او خلکو ته سپکاوی. ځکه په اوس مهال کې باید د ټولو نیوکه په فرد وي، نه په ټول قوم نو باید همدا فرد په سالم ډول تر انتقاد لاندې ونیول شي.

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ