ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د ضدي او سرتمبه خلکو سره مناسبه رویه

ژباړه: نسیمه محمدي

لکه څنګه چې پوهېږئ، سرتمبه ګي په خپل نظر او عقيدې ټینګار کول او په خبره یا نا خبره توګه د نور د نظر او عقیدو سره مخالفت کول دي. سر زوري د دې لامل ګرځي چې شخص په یواځې توګه په یوې ځانګړې موضوع ټینګار وکړي مګر کم شمېر خلک بیا ذاتاً سر زوري دي او د بدلون په وړاندې مقاومت کوي.

د سر زورۍ لاملونه

په بشپړه توګه ضدیت او سر زوري عبارت ده له:

  • د خپل هویت څخه په ټینګه ساتنه: ځینې خلک فکر کوي که نور کسان د دوی سره هم نظره نه اوسي، دوی بې ارزښته دي. هغوی ځان د عادتونو، پرېکړو او لید لوري سره پېژني او له همدې لامله حس کوي چې هویت ته یې زیان رسېدلی. په دې باور اوسېدل چې ټول خلک د خپلو باورونو د بدلون په هڅه کې دي د ځينو لپاره، په هر دلیل دا باور منځ ته راغلی چې څوک د هغوی فکرونو ته پاملرنه نه کوي او په همدې دلیل هڅه کوي چې مخالفې عقیدې ولري او په دې کړنې سره نور مجبوروي چې هغوی ته ځانکړې پاملرنه وشي حتی که خپله، له ځانه قانع او راضي شوي هم وي.
  • د دلیلونو نه څرګنده ول: ځيني وختونه یاد کس په خپلو خبرو د ډېر ټینګار کولو او بدلون نه کولو لپاره قوي او مؤجه لامل لري مګر د خجالت ایستلو یا بل لامل له امله، پرېکړه کوي چې دلیلونه پټ کړي.

د سر تمبه کس سره د مینې اړیکې ساتل

لکه څرنګه چې پوهېږئ، ضدیت په یوه عشقي اړیکه کې د اړیکې د له منځه تلو لامل ګرځي. ځکه ضد کول، د اړیکو خرابول دي او هر هغه څه چې اړیکه زیانمنوي، ستاسې اړیکه به له منځه یوسي. انځور کړئ د یو کس سره مخ یې چې ښه پوهېږي کار یې تېروتنه او اشتباه ده مګر پر خپله خبره کلک دريږي. څرګنده ده چې دا موضوع اړیکې ته زیات زیان رسوي، خو تاسې کولای شئ د ژور او بشپړ سوچ سره، د دې پر ځای چې د هغه له کړو وړو نارامه شئ، اصلي لامل ته پاملرنه وکړئ. که د یوې داسې عشقي اړیکې په جریان کې یئ چې مقابل لوری مو ضدي دی تاسې کولای شئ له همدې لارښونو ګټه واخلئ او اړیکه مو وساتئ. بسنه کوي هغه ته ووایئ چې لکه ( خلک وایي زمونږ اړیکه به په چټکۍ پای ومومي) له دې سره، به هغه کوښښ وکړي چې تر ټولو غوره اوسي او دا څرګنده کړي چې خلک تېروتنه کوي او له همدې امله لا زیات پرتاسې مینېږي.

د سر تنبه خلکو سره د رویې په اړه څو ټکي:

  • په خپل نظر ټینګار مه کوئ: نرم او انعطاف منونکي واوسئ او په ډېر قوت او ټینګار، پر خپلې خبرې تاکید مه کوئ. هر څومره چې پر یوې مساًلې ډېر ټینګار لرئ، سر زوری لا پر خپلې پرېکړې ډېر ضد نیسي.
  • هڅه وکړئ د ضد کولو لامل یې ومومئ: څه پوهېږئ د دې ټینګار او سر زورۍ تر شا منطقي دلیل وي. هڅه وکړئ په صداقت او اخلاص، له نوموړي شخص سره خبرې اترې وکړئ او دا څرګنده کړئ چې څه څیزونه د دې ډول کړو وړو لامل ګرځي. کېدای شي چې کس اړتیا ولري ځینې وختونه یواځې اوسي یا پر خپلو چارو تمرکز وکړي. په دې حالت کې، د دې شرایطو په پوره کولو او د هغه پر پاتې کېدلو ټینګار نه کول، سر زوري به له منځه ولاړه شي. امکان لري ضدي او سر زوری شخص د غچ اخېستلو یا د یوې بدۍ د پاکولو چې پخوا یې له تاسې لري، ضد وکړي حتی که په منطق سره پوه هم شي، چې تاسې په حقه یئ.
  • د ارزښتمن والي حس یې پیاوړی کړئ: تل هغه ته دا حس ورکړئ چې د هغه نظریې، عقیدې او باورونه تاسې ته مهم دي. که یاد کس حس کړي نظریات یې ستاسې لپاره مهم دي، کم ضد به ښکاره کړي.

په عمومي توګه، د سر زوري او ضدي خلکو څخه ( چې کېدای شي باطناً راضي شوي وي) کرکه لري که چېرې تاسې سر زوري یئ، قانع کوونکی دلیل د دې لپاره چې تاسې د خپل نظر بدلون ته حاضر نه یئ ذهن ته وړاندې کړئ، که نشئ کولای داسې دلیل وړاندې کړئ، ومنئ چې تېروتنه مو کړې.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.