د دریو سرپرست وزیرانو برنامې؛ ولسمشر غني ترې څه وغوښتل؟

راپور: بشر درویش
جمهوررئیس غني د کانونو او پټرولیم، پوهنې او اطلاعاتو فرهنګ وزارتونو نوماند او سرپرست وزیران رسماً معرفي کړل
ارګ وايي، افغان ولسمشر اشرف غني پرون مازیګر محمد هارون چخانسوري د کانونو او پټرولیم وزارت د نوماند او سرپرست، رنګینه حمیدي د پوهنې وزارت د نوماندې او سرپرستې او محمد طاهر زهیر د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د نوماند او سرپرست وزیرانو په توګه رسماً معرفي کړل.
د معرفۍ دا مراسم په ارګ کې جوړ شوي ول.
په دې راټولیدنه کې د یادو وزارتونو نوماند او سرپرست وزیرانو پخپلو خبرو کې د ولسمشر له باور څخه د مننې ترڅنګ خپل کاري پلانونه او برنامې جمهوررئیس سره شریکې کړې.

ځوابویوونکې اداره جوړوو

د کانونو او پټرولیم وزارت د نوماند او سرپرست په توګه محمد هارون چخانسوري پخپلو خبرو کې وویل:

«هڅه کوم چې کانونو او پټرولیم وزارت د جګړې له وسیلې څخه د هوساینې په وسیلې بدل کړو. موږ به د خلکو، مدني بنسټونو او پر روڼتیا د څار بنسټونو په همکارۍ د چټکتیا او تحرک پیغام ولرو.»

د کانونو او پټرولیم وزارت نوماند وزیر زیاته کړه؛ خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د زنځیر د یوې حلقې په توګه د تشکیلاتو، اغېزناکې او ځواب ویونکې ادارې، امنیت، اوبو، برېښنا، ترانسپورټ، بازار موندنې او پانګونې په څېر زېربناوې مهمې بولو.

د هیواد اولادونو ته د خدمت ژمنه

د پوهنې وزارت نوماندې او سرپرستې رنګینه حمیدي وویل:

«ډاډ درکوم چې د خدای په مرسته او ستاسو په لارښوونه او ملاتړ او له خپلو کاري تجربو څخه په استفاده به د دې هیواد اولادونو ته د خدمت په برخه کې هېڅ ډول هڅې دریغ نه کړم.»

فرهنګ د پاملرنې په محراق کې

د اطلاعاتو فرهنګ وزارت نوماند او سرپرست محمد طاهر زهیر پخپلو خبرو کې وویل: تاسو ښه پوهېږئ چې افغانستان له تېرو څلورو لسیزو په جګړو او ناامنیو کې راګیر دی او فرهنګي چارې او پدیدې حاشیې ته وړل شوې دي.

هغه زیاته کړه:

«په تېرو دوو لسیزو کې په مختلفو برخو کې ډېر کارونه شوي دي، خو موږ غواړو د جمهوررئیس او د حکومت د رهبرۍ په لا زیات ملاتړ، فرهنګ د پاملرنې په محراق کې واقع شي.»

د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د جمهوررئیس فوق العاده استازي پخپلو خبرو کې یادو نوماند او سرپرست وزیرانو ته د بریالیتوب هیلې ترڅنګ وویل، په کرونایي وضعیت کې د هیواد ټول وزارتونه مهم دي، ترڅو ټول په ګډه د هیواد پرمختګ او هوساینې ته کار وکړي.

ښایسته سالارۍ ته پاملرنه

د ولسمشر غني دویم مرستیال استاد سرور دانش پخپلو خبرو کې وویل، هیله لرو چې د جمهوررئیس تر زعامت لاندې د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینه د ښایسته سالارۍ معیارونو او د اساسي قانون، د ټولنیز عدالت تامین او ملي مشارکت د معیارونو په رعایت سره جوړه شي.
هغه د نوې کابینې پر وړاندې د شته فرصتونو او خنډونو په اړه خبرې وکړې وې ویل:

«په نوې کابینه کې د همکارانو لپاره نوي فرصتونه له هغې ډلې په ټولو وزارتونو کې حقوقي او قانوني بسترونه برابر شوي او د پروژې، بودجې مصرف، قراردادونو او تدارکاتو له نظره ښه شفافیت رامنځته شوی او اصلاحات هم څرګند شوي دي.»

ارګ وايي، د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح دې ته په اشارې چې موږ څه ډول یوه کار وړ او خدمتګاره اداره ولرو خبرې وکړې او د حکومتي بنسټونو په غوره مدیریت، د اداري ثبات له ساتلو سره اصلاحاتو، د چارو غوره انسجام او د حقایقو او ارقامو پر اساس د راپورونو په برابرولو ټینګار وکړ.

فرهنګ، زموږ لومړنۍ پانګه

د ارګ خبرپاڼه کې ویل شوي؛ ولسمشر د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته وویل، نن د افغانستان له دریو لویو پانګو سره سر و کار لرو، زموږ لومړۍ پانګه فرهنګ دی چې څو زره کاله په ځانګړي ډول د عباسیانو او غزنویانو له طلایي دورې وروسته ژورې ریښې لري.
هغه په هند کې د دري ژبې د عامولو په برخه کې د ابوریحان البیروني د خدمتونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه:

«موږ ډېره لویه معنوي پانګه لرو او باید راتلونکو نسلونو ته یې د لېږد او پراختیا لامل وګرځو، مولانا، امیر علي شېر نوایي، خوشحال خټک، فیض محمد کاتب او زموږ سلګونه نور شخصیتونه د پرمختګ بېلګې بلل کېږي.»

نوموړي څرګنده کړه، د دولت د رهبرۍ په کچه یو واحد ټیم دی چې د دې هیواد له فرهنګ سره ژورې اړیکې لري او دا په دې معنی ده چې موږ ټولو ژبو، ولایتونو او د هیواد قومونو ته په برابر ډول ګورو.
هغه زیاته کړه:

«ټول باید د ملي هویت او د افغانستان د یووالي لپاره غښتلي ګامونه واخلو. که چېرې فرهنګي پانګه موجوده نه وي، له طبیعي پانګې څخه استفاده نشو کولی.»

نوموړي زیاته کړې؛ د یو ملت په توګه د ښاروندۍ حقوقو تامین سره زموږ اساسي یووالی د جمهوریت په چوکاټ کې دی چې موږ له یو بل سره یو ځای کوي.

جمهوررئیس وویل:

«زموږ مخاطب او اصلي مرجع د افغانستان ملت دی او دا ستاسو له کار سره اړیکه لري چې د ملي وحدت، یووالي او چټکتیا لپاره ګامونه پورته کړئ.»

د یوې انجلۍ زده کړه د پنځو نسلونو تغیر

هغه د بشري پانګې اهمیت ته په اشارې وویل، موږ باید د افغانستان نجونو ته پیغام ولرو او بین المللي تجربو ښودلې چې د یو هلک زده کړه یو نسل او د یوې نجلۍ زده کړه پنځو نسلونو ته تغییر ورکوي.
جمهوررئیس وویل:

«کتاب، ښوونځی او د ښوونکي شخصیت موږ ته له وطن سره د مینې الهام بښوونکي دي او د هویت په ساتلو او مسلکي پوهې سره په ۲۱ پېړۍ کې زموږ راتلونکی، پوهنه جوړوي.»

ولسمشر د طبیعي پانګې په اړه وویل، هره ورځ زموږ د طبیعي شتمنۍ اړخونه غټېږي، مهمېږي او په اساسي ډول راڅرګندېږي، خو له منابعو څخه د استفادې ډول انسجام ته اړتیا لري.
محمد اشرف غني وویل:

«په راتلونکو پنځو کلونو کې غواړو چې له بېوزلۍ څخه هوساینې، له بې ثباتۍ څخه ثبات او له بې باورۍ څخه باور او له تفرقې څخه یووالي ته ولاړ شو.»

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، په دې کرونایي وضعیت کې، د فرهنګي، بشري او طبیعي پانګې په برخه کې تر ټولو مهم مسایل د هیلې رامنځته کول دي.
هغه زیاته کړه، تاسو د ملي یووالي مسوولین او مدیران یاست او باید یووالی، همغږي او هیله رامنځته کړئ.

نیوکې

دا سرپرست وزیران داسې مهال معرفي کیږي چې له دې وړاندې پر ټولنیزو شبکو پر دې ګمارنه ګڼې نیوکې شوي دي.
خلکو ویلي چې تر ډیر هغه کسان ګمارل کیږي چې له فرهنګ سره ناشنا دي، تحصیل یې نابرابره دی او د اړیکو له مخې له یوه وزارت او چوکۍ وړل کیږي او بل ځای دنده ورکول کیږي.
تر اوسه ولسمشرۍ ماڼۍ د خلکو دې غبرګونونو ته ځواب نه دی ویلی.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




واحد نژند: شاګردان مي هم تر هوتک او مبارز تکړه دي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د افغانستان د ازادي مبارزې نامتو او تکړه لوبغاړي واحد نژند په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې شاګردان یې هم تر احمدولي هوتک او بازمحمد مبارز تکړه دي. واحد نژند، چې تازه یې روسي ... نور ولولئ