مارچ 3, 2021

سروج خان: د باليووډ د نڅا مور وفات سوه

خبريال: مدثر دعوت
د باليووډ سینما وتلې د نڅا استاده سروج خان د ۷۱ کلونو په عمر د جمعې په سهار وفات شوه.
خان په باليووډ کې يو په زړه‌پورې دور تېر کړ او کابو څلور لسيزي يې د باليووډ د ځينو مشهورو سندرو لپاره د نڅا استادې په حيث رول ولوباوه.

د دې مسلک د باچاهي د ۱۹۸۰ کلونو په وروستيو کې پيل شوه چې د سري ډيوي او مادهوري ډيکسيټ په څېر نورو مخکښو څېرو ته د نڅا زده‌کړه ورکوله.
ځايي رسنۍ وايي چې سروج خان د ممبی په يو روغتون کې د زړه د حملې له کبله مړه شوه.

دا تېره مياشت وروسته له هغې په روغتون کې بستر شوه چې د ساه‌لنډۍ څخه يې شکايت کاوه په داسې حال کې چې د کورونا وایروس ازموينې يې منفي پايله ورکړې وه.
خان په ۱۹۴۸ز کې په يوه مسلمانه کورنۍ کې زېږدېدلې وه او په پنځوسمه سنه کې باليووډ ته د نڅاګري ماشومې په حيث دننه شوه، په ۱۹۷۴ز کې د ګيتا مېرا نام په نامه فلم کې تر بريا وروسته د نڅا د ښوونې مرستیاله وټاکل شوه.

دا په باليووډ کې د ماسټرجي په نامه مشهوره وه، مادهوري او سري ډيوي يې د شهرت تر پوړو ورسولې او بيا يې د کاجول، اورميلا او اشوريا په څېر نويو څېرو سره کار ته دوام ورکړ.

هغې د زرګونو سندرو د نڅا استادي وکړه، ډېری سندرې يې د مينه‌والو خوښې شوې، په لسګونه معتبرې جائزې يې وګټلې، په هند او نړۍ کې يې ډېر مینه‌وال پيدا کړه.
د نڅا په ډېريو خپرونو کې يې د داورې په حيث دنده اجرا کړه او د دې لارې يې د هند نڅا خورا مشهوره کړه.
د باليووډ سینما د سروج په غم سخته غمجنه ده او شاهرخ خان هم دا خپله لومړنۍ استاده ياده کړې.

شاهرخ خان ليکي:
د فلم په صنعت کې زما لومړۍ رښتینې ښوونکې، هغې ما ته د ساعتونو لپاره درس راکړ چې څنګه د فلم نڅا لپاره غور وکړم، یو له تر ټولو پاملرنه کوونکې، مینه‌ناکه او هڅونکی شخصیت و چې ما تر اوسه لیدلی دي. سرجي به مې یادېږي، الله دې د هغې روح ته برکت ورکړي. مننه زما د څارلو لپاره.


سروج خان په ۱۹۶۵ز کې د سوهان لال په نامه د فلمونو له لارښود سره واده وکړ، د سکينه خان، حينا خان او حميدخان په نامه اولادونه لري.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي