سریلانکا؛ د هند څخه یې سریز وګاټه، بورډ یې یولک ډالر انعام ورکړ

هند او سریلانکا کرکټ ملې لوبډلو د سریلانکا هیواد په کوربتوب د دریو یوورځنیو او دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ ترسره کړه، چې د یوورځنیو لوبو لړۍ هند او د شل اوریزه سیالیو لړۍ بیا کوربه سریلانکا وګټله.

د یوورځنیو لوبو لړۍ هند دوه پر یو او د شل اوریزه سیالیو لړۍ بیا سریلانکا دوه پر یو خپله کړه.

 

د یوورځنیو لوبو لړۍ

 

۱ـ لومړۍ یوورځنۍ لوبه د تیري جولای میاشتې په ۱۸مه نېټه ترسره شوه، چې هندوستان په ۷ ویکټو وګټله.

۲ـ دویمه یوورځنۍ لوبه د تیري جولای میاشتې په ۲۰مه نېټه ترسره شوه، چې هندوستان په ۳ ویکټو وګټله.

۳ـ درېیمه یوورځنۍ لوبه د تیري جولای میاشتې په ۲۳مه نېټه ترسره شوه، چې داځلې سریلانکا په ۳ ویکټو بریا خپله کړه.

په دې سره د دریو یوورځنیو لوبو لړۍ هند دوه پر یو وګټله.

 

د شل اوریزه لوبو لړۍ

 

۱ـ لومړۍ شل اوریزه لوبه د تیري جولای میاشتې په ۲۵مه نېټه ترسره شوه، چې هند په ۳۸ منډو توپير بریا خپله کړه.

۲ـ دویمه شل اوریزه لوبه د تیري جولای میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شوه، چې سریلانکا په ۴ ویکټو بریا خپله کړه.

۳ـ درېیمه شل اوریزه لوبه د تیري جولای میاشتې په ۲۹مه نېټه ترسره شوه، چې سریلانکا په ۷ ویکټو بریا خپله کړه.

په دې سره د شل اوریزه لوبو لړۍ سریلانکا دوه پر یو وګټله.

 

سریلانکا لوبډلې ته د یولک ډالرو انعام

 

د کریک‌نیکسټ د راپور له مخي، د سریلانکا کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې، چې له هند څخه تر سریز ګټلو وروسته د سریلانکا کرکټ بورډ ډېر خوښ دی.

د کریک‌نیکسټ په حواله یاده اعلامیه کې ویل شوي:

«د سریلانکا کرکټ بورډ د لوبغاړو او روزونکو د هڅو څخه ځانګړې مننه کوي، او دا بورډ ډېر خوښ دی، چې د هند څخه یې د شل اوریزه سیالیو لړۍ دوه پر یو وګټله. په همدې اساس ددې بریا په رسمي پېژندلو او ثبتولو سره د کرکټ بورډ اجرائیه کمېټې پرېکړه کړې، ترڅو ملي ټيم ته یولک ډالر انعام ورکړي.موږ اُمید لرو، په راتلونکې کې به تر دې هم ښه لوبډله ولرو.»

 

 

وروستي مطالب