مارچ 4, 2021

د سریلانکا لیګ؛ تر دې دمه پکې دوه افغان لوبغاړي اخیستل شوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د سریلانکا هیواد د کرکټ کورنیو تجارتي سیالیو ته د لوبغاړو رانیولو پروسه روانه ده، چې تر دې دمه پکې دوه افغان لوبغاړي بیلابیلو لوبډلو ځانته اخیستي دي.
دا دوه افغان لوبغاړي حضرت‌الله ځاځی او نوین‌الحق دي، چې حضرت‌الله ځاځی ګېلي ګلډیټرز لوبډلې او نوین‌الحق بیا کینډي ټوسکرز لوبډلې واخیست.
د دې دوو تنو لوبغاړو خبر د سریلانکا کرکټ بورډ پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې تایید کړی.


د سریلانکا کورني کرکټ لپاره د بولي مراسم په انلاین ډول روان دي، چې ځیني پړاونه یې راتلونکو وختونو کې ترسره کیږي.
دا چې د دې لیګ بولۍ لپاره ګڼ شمېر افغان لوبغاړي لیست شوي، نو اټکل هم کیږي، چې زیات افغان لوبغاړي به واخیستل شي.

د سریلانکا لیګ

د سریلانکا د کرکټ کورنۍ تجارتي سیالۍ(لانکا کرکټ لیګ) د راتلونکې نوومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه پيلیږي او د ډیسمبر میاشتې تر ۱۳مې نېټې پورې به دوام وکړي.
په دې لیګ کې پنځه لوبډلې کولومبو، کینډي، ګېلي، ډمبولا او جعفنا شاملې دي.
د سریلانکا کرکټ بورډ وايي د لیګ ټولې لوبې به په دریو بېلابیلو لوبغالو کې ترسره شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب

جلال ابا کې چاودنې یوه ډاکټره ووژله

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د راپورونو له مخې، نن سهار د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې ماین چاودنې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکټره وژلې ده. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي پېښه د پاکستان ... نور ولولئ