سپورټ کرکټ وزش او تمرین

د سریلانکا کورنی لیګ د نوومبر میاشتې ته وځنډول شو

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

د رپوټونو په اساس د سریلانکا هیواد د کرکټ کورنی تجارتي لیګ«SCL» به د نوومبر میاشتې په منځ کې پيل شي.

دا لیګ به د هندوستان آی پي ایل سیالیو څخه وروسته ترسره شي.

ټاکل شوې وه چې د سریلانکا هیواد د کرکټ کورنۍ تجارتي سیالۍ«SCL»  د روانې اګسټ میاشتې په ۲۸مه نېټه پيل شوی وای خو د کورونا ویروس له امله وځنډول شو.

د سریلانکا د کرکټ بورډ مشر شامې سیلوا له ایسفاین کریک انفو سره په خبرو کې ویلې، چې روغتیایې سپارښتونو ته په پام کې نیولو سره دا لیګ په اګسټ میاشت کې ناممکن دی.

سیلوا زیاته کړه، چې د سریلانکا کورنۍ تجارتي سیالۍ به تر آی پي ایل وروسته په نوومبر میاشت کې ترسره شي.

داسي هم ویل شوي، دا لیګ ځکه ځنډول شوی، چې بهرنیو لوبغاړو د آی پي ایل په خاطر پکې د نه ګډون اعلان کړی وو.

د سریلانکا هیواد په دې کورنیو تجارتي سیالیو کې ۵ لوبډلې کولومبو، کینډي، ګېلي، ډمبولا او جعفنا شاملې دي.

دا چې په دې لیګ کې به افغان لوبغاړي ولوبیږي او کنه تر اوسه یې په اړه معلومات نشته.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ