د سریلانکا کورنی «LPL» کرکټ لیګ هم وځنډېد

ټاکل شوې وه، د سریلانکا د کورني کرکټ لیګ دویم پړاو د راتلونکي جولای میاشتې په ۳۰مه نېټه پيل شوی وای، خو د کورونا ویروس له امله وځنډېد.

د سریلانکا کرکټ بورډ په دې تړاو ویلې، لا هم په سریلانکا کې د کورونا وبا له امله عادي حالت نه دی او اړ یو، ترڅو د سریلانکا د کورني کرکټ لیګ دویم پړاو سیالۍ وځنډوو.

دا لوبې خپله په سریلانکا کې کېدې، خو اوس هلته کورونا وبا د پراخېدو په حال کې ده، نو ممکن ددې سیالیو کوربتوب متحده عربي اماراتو ته په سیپټمبر میاشت کې ورکړل شي.

 

ددې لیګ لومړی پړاو

 

د سریلانکا هیواد د کرکټ غوره لیګ لومړی پړاو هم د کورونا وبا له امله له ځنډ سره مخ شوی و، خو وروسته د تېر ۲۰۲۰م کال د نوومبر میاشتې له ۱۶مې بیا د ډیسمبر میاشتې تر ۱۶مي نېټې پورې ترسره شو، چې پکې د ګډونوالو پنځو لوبډلو له ډلې «جفنا» اتلولۍ ته ځان ورساوه.

 

ددې لیګ په لومړي پړاو کې افغان لوبغاړي

 

په دې لیګ کې تېر کال ۷ افغان لوبغاړي کریم‌خان صادق، نوین‌الحق، رحمن‌الله ګربز، حضرت‌الله ځاځی، سمیع‌الله شینواری او افتال عالم اخیستل شوي وه، خو یو شمېر یې ولوبېدل او یو شمېر افغان لوبغاړو ته یې بیا چانس ورنه کړ.

 

۱ـ کریم خان صادق: کولمبو لوبډلې اخیستی و.

۲ـ قیس‌احمد: کولبمو لوبډلې اخیستی و.

۳ـ نوین‌الحق: کینډي ټسکرز لوبډلې اخیستی و.

۴ـ رحمن‌الله ګربز: کینډي ټسکرز لوبډلې اخیستی و.

۵ـ حضرت‌الله ځاځی: ګالي ګلډیټرز لوبډلې اخیستی و

۶ـ سمیع‌الله شینواری: ډمبولا وایکنګز لوبډلې اخیستی و.

۷ـ افتاب عالم: ډمبولا وایکنګز لوبډلې اخیستی و.

 

وروستي مطالب