د چین او هندوستان ترمنځ پر پوله یو ځل بیا شخړه

راپور:  مهر تاج

د لداخ په سیمه او د ګلوان په ولایت کې ١٥ د جون د چین او هندوستان سرحدي ځواکونو ترمنځ په شخړه کې د هند د شلمه پوله ساتې قطعي افسران وژل شوي وو.
له هماغې نېټې تر ننه د دواړو غاړو د پوله‌ساتونکو ترمنځ تاوتریخوالي روان دی، او یو بل ته ګواښېږي.
تر نننۍ نېټې، چې لږ تر لږه درې میاشې د لمړۍ شخړې کېږي یوه خوا هم د شاتګ یا ارامیدو تکل نه دی کړی.

پدې ورستیو کې د هندوستان او چین د پوځیانو ترمنځ د خبرو یوه ویډیو هم پر ټولنیزو رسنیو خپره شوه، چې په دې ویډیو کې دوی د پولې پر مسایلو، نښو او ټکونو سره غږېږي.
په ګلوان کې د هندوستان د پوځ یو ډګروال د خپلو افسرانو په مړینه، چې د چین سره پر پوله وژل شوی و، خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي:

کله چې زموږ سرتېري سیمې ته دننه شول سمدستي د چین د پوځیانو لخوا پر نښه شول.

سرحدي ځواکونو دا هم ویلي، چې د ٢٩ \ ٣٠ د اګست چنایې ځواکونو هڅه کوله، چې د هندوستان خاورې ته دننه شي، خو د هندوستان د ځواکونو لخوا په شا وتنبول شول.
د هندوستان ملي پوځونو ویلي چې موږ مسئلې ته کاملاٌ ځیر یو او اوس مهال مو اضافه نور ځواکونه هم پولې ته نږدي ځای پر ځای کړي دي.
د هندوستان حکومت د چین دغه کړنه د سرحدي قوانینو او ژمنو خلاف عمل بولي او وايي، چې چین د (LOIC) تړون په دې کړنې سره مات کړی دی.
دا تړون د دواړو هېوادو د پولو په هکله شوی تړون دی.
بل لوری د چین پوځونه دا ټول تورونه ردوي، او وايې؛ موږ هېڅ ډول قانونه نه دی مات کړی او د پولې نه یو اوښتي.
د چین بهرنیو چارو وزارت وايي، زموږ پوځونو هېڅ ډول قانون ماتونکی عمل نه دی کړی او په کلکه له خپلو پولو څخه ساتنه کوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب